لښکرګاه (پژواک، ۲٥تله ۹۴): د هلمند د مدني ټولنې غړي د دغه ولايت لپاره پر وروستيو پوځي ګومارنو اندېښنمن دي او له ولسمشره په دې برخه کې د بيا کتنې غوښتنه کوي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د کورنيو چارو وزارت په وړانديز او د ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ د افغانستان د اتو زونونو لپاره پوځې مشران وټاکل شول.
د يادو ټاکنو له مخې، پاسوال عصمت الله دولتزى د ٥٠٥ زون د قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.
په دغه زون کې هلمند او نيمروز ولايتونه شامل دي.
د اړوندې موضوع په اړه نن په لښکرګاه ښار کې د مدنې ټولنو غړو غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د هلمند مدني ټولنې مشر سردارمحمد وویل چې حکومتي مشرانو ډېرى وخت د دغه ولايت د خلکو او حالاتو له غوښتنې سره سم ګومارنې نه دې کړي.
هغه د بېلګې په توګه وويل چې عصمت الله دولتزي تر دې وړاندې په دې ولايت کې د پوليسو د ٧٠٧ زون د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده خو هغه وخت په چارو کې بريالى نه و.
ده وويل چې حکومتي مشرانو يو ځل بيا دغه کس د هلمند د زون د قوماندان په توګه ټاکلى دى چې خلک پرې خوښ نه دي.
هغه وايي، که حکومت د دولتزي په اړه خپله پرېکړه بدله نه کړي نو د هلمند اوسېدونکي به پر لاريونونو لاس پورې کړي.
په دې غونډه کې د انصاف مدني ټولنې مشر نویداحمد وطنوال وویل چې د هلمند له اړتياوو سره سمې ګومارنې تر اوسه نه دې شوې نو ځکه په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې هم ډېرې دي.
نوموړي زیاته: ((مرکزي دولت هر وخت تکراري خلک هلمند ته رالېږي، دولتزى هم له وړاندې په دغه ولایت کې د ۷۰۷ زون قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده، چې د نوموړي د بي کفایتۍ له امله هغه زون لغوه شو.))
د ده په وینا، د هلمند اوسېدونکي د پاسوال عصمت الله دولتزي پر مقررۍ خپه دي او ولسمشر دي په دې مقررۍ له سره غور وکړي، څو امنیتي ځواکونه د ولس له ملاتړه برخمن شي او ستونزې هواري شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن