محمودراقي (پژواک، ٢٥ تله ٩٤): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د راکټ لګېدو له امله شپږ لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي.
د تګاب ولسوالۍ د تعمير سيمې اوسېدونکي عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د دې سيمې جامع جومات ته څېرمه راکټ لګېدلى دى.
هغه وايي چې د راکټ لګېدو په دې پېښه کې شپږ لمونځ کوونکي ټپيان شوي خو دا معلومه نه ده چې راکټ له کوم لوري توغول شوى دى.
دغه راز د تګاب ولسوالۍ د سينزيو سيمي اوسېدونکي شکور هم پژواک ته وويل: ((د جومات تر څنګ راکټ ولګېد، ځيني ټوټې يې دننه جومات ته راغلې چې څو کسان يې ټپيان کړل.))
هغه وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د دې سيمي به باغونو کې طالبان دي او په سړک امنيتي ځواکونه ولاړ دي او يو پر بل ډزې کوي خو اوس معلومه نه ده چې دغه راکټ امنيتي ځواکونو او که وسله والو طالبانو توغولى دى.
د تګاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان اسد اغا ساپي د يادې پېښې په اړه ناخبري وښوده.
خو ده وويل چې نن سهار د اله ساى او تګاب ولسواليو تر منځ د شکوټ په سيمه کې وسله والو طالبانو پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ.
هغه وايي چې د بريد پر مهال شپږ طالبان ټپيان شول خو امنيتي ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو ساپي زياته کړه: ((په اله ساى ولسوالۍ کې بايد امنيتي ځواکونه پياوړي شي؛ ځکه هلته د وسله والو مخالفينو شمېر ډېر زيات شوى او که چېرې حکومتي مشران اړينه پاملرنه ونه کړي نو کېداى شي دغه ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو پر لاس سقوط وکړي.))
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق هم جومات ته څېرمه د راکټ پر لګېدو ناخبري وښوده خو په شکوټ سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تاييد کړه.
قوماندان هم وويل چې په دغه ولايت کې بايد امنيتي ځواکونه پياوړي شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن