ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې يوې موسسې د خلکو ٤،٥ ميليونه افغانۍ تښتولې دي

تخار کې يوې موسسې د خلکو ٤،٥ ميليونه افغانۍ تښتولې دي

author avatar
18 Oct 2015 - 12:05
تخار کې يوې موسسې د خلکو ٤،٥ ميليونه افغانۍ تښتولې دي
author avatar
18 Oct 2015 - 12:05

تالقان (پژواک، ٢٦ تله ٩٤): د تخار ولايت له مرکز تالقانو څخه د "خواخوږي خيريه بنسټ"   د عامو خلکو ٤،٥ ميليونه افغانۍ تښتولې دي.

 د تالقانو د باغک سيمې اوسېدونکي او د "خواخوږي خيريه بنسټ" له لوري د جوړې شوې شورا مشر مولوي محمدنعيم د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بنسټ د خلکو ٤،٥ ميليونه افغانۍ تښتولې دي.

هغه زياته کړه: ((دې موسسې له ١٥زره کسانو څخه درې - درې سوه افغانۍ په دې پلمه اخيستې وې چې څه موده وروسته ورته کارتونه ورکوي او بيا دوى ته دوکانونه په نښه کوي، بيا دوى کولاى شي له هر دوکان څخه د درى سوه ډالرو په اندازه خوراکي او غير خوراکي توکي ترلاسه کړي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، يواځې د باغک له سيمې څخه ٢٧٠ کسانو په دې موسسه کې پيسې تحويل کړې او اړوند فورمونه يې ډک کړي دي.

مولوي محمدنعيم وايي چې د دې موسسې کارکوونکي تېره شپه تښتېدلي او د خلکو پيسې يې له ځان سره وړې دي.

دغه راز د يادې موسسې د تالقانو شورا مشر ګلبدين پژواک ته وويل: ((که پوليس دغه کسان پيدا نه کړي نو درى سوه کسان يواځې زما ګريوان نيسي.))

هغه وايي: "د دې موسسې د پرانيستل کېدو په وخت د تخار  يو شمېر سيمه ييز چارواکي, د ولايتي شورا غړي او ځيني رييسان هم وو, نو موږ ځکه پرې اعتبار وکړ که دولت يې پوښتنه نه کوي موږ خپله په دغو چارواکو عريضه کوو. "

ده هم وويل چې ياد بنسټ د خلکو ٤،٥ ميليونه افغانۍ تښتولې دي.

په ورته وخت کې بيا د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وايي چې ولايتي چارواکو تېره ورځ يادې موسسې ته يو پلاوی واستاوه تر څو اسناد يې وڅېړي.

هغه وايي: ((د موسسې مسوولينو تر سبا وخت اخيستی وو چې اسناد ولايت ته راوړي خو  د خواخوږي خيريه بنسټ مسوولينو تېره شپه د دفتر دروازه تړلې او تښتېدلي دي.))

هغه وايي امنيتي ځواکونو د يادې موسسې يو کارکوونکی نيولی او د نورو د نيولو هڅې يې روانې کړې دي.

خلکو ته د وېشل شوو فورمونو له مخې د دغه بنسټ مشر محمد نادر اريايي نومېږي خو د نورو کارکوونکو په اړه  معلومات شتون نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.