ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو غورماچ ولسوالي ونيوله

طالبانو غورماچ ولسوالي ونيوله

author avatar
18 Oct 2015 - 11:42
طالبانو غورماچ ولسوالي ونيوله
author avatar
18 Oct 2015 - 11:42

 ميمنه(پژواک، ٢٦تله ٩٤): وسله والو طالبانو د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالي نيولې او د امنيه قوماندانۍ ودانۍ يې وسوځوله.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړى لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن رضا رضايي وايي چې طالبانو ددې ولسوالۍ په ختيځ کې د عامه نظم د پوستو له نيولو وروسته د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځواکونه له امنيه قوماندان او د ولسوالۍ له ادارې مدير سره د ملي اردو په پوستو کې په  دوو غونډيو کې ځاى پر ځاى شوي او ولسوال د ولايت په مرکز ميمنې ښار کې دى.

رضايي زياته کړه چې د ملي اردو ځواکونه د ولسوالۍ په لوړو برخو کې مېشت دي او له طالبانو سره مقاومت کوي.

 سرچينې زياته کړه چې د ملي اردو کمپ د ولسوالۍ د مرکز شمال ته د بازار په يو کيلومترۍ کې دى او نه دي بې ځايه شوي. طالبانو پخوا هم څو ځله د ملي اردو پر ځواکونو بريد کړى، خو نه دي توانېدلي چې يوه پوسته هم ونيسي او اوس هم نه شي کولى.

د فارياب يوه امنيتي چارواکي د نوم له اخيستلو پرته وويل چې د پوليسو پر درېيو پوستو بريد شوى او نور  مقاومت نه دى شوى، طالبانو د امنيه قوماندانۍ ودانۍ سوځولې ده.

 هغه زياته کړه:(( په غورماچ کې پوځي وسايط او تجهيزات وو، فکر مې نه کاوه  چې غورماچ به له لاسه ووځي.))

 

 يوه سيمه ييز سپين ږيري د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې دده په ګډون ځينې سپين ږيري د طالبانو له خوا ګومارل شوي، څو کلابند امنيتي ځواکونه تسليم کړي چې په دې صورت کې به خوندي وي.

هغه زياته کړه چې نن سپين ږيري امنيتي ځواکونو ته ورځي او د  طالبانو  پيغام ورسوي.

 په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند وويل چې امنيتي ځواکونه پوره امکانات او تجهيزات لري، له کابل نه د امر انتظار کوي چې د ولسوالۍ د بېرته نيولو په اړه څه اقدام وکړي.

هغه زياته کړه چې د غورماچ د له لاسه وتلو پرمهال نښته شوې، طالبانو او امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو امکان شته چې شمېره يې تر اوسه نه ده څرګنده شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.