ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدانښار کې يو  زيارت ويجاړ شوى

په ميدانښار کې يو زيارت ويجاړ شوى

author avatar
18 Oct 2015 - 18:48
په ميدانښار کې يو  زيارت ويجاړ شوى
author avatar
18 Oct 2015 - 18:48

ميدان ښار (پژواک، ۲۶ تله ۹٤): د ميدان وردګو ولايت چارواکي او د مرکز ځينې اوسېدونکي وايي، په ميدان ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا يو زيات په بمونو الوځول شوى دى.

دوى وايي، چې د ملا کاکا زيارت تېره شپه ويجاړ شوى دى.

د مرکز ميدان ښار يو اوسېدونکى اميرمحمد  وايي، دغه  زيات ډېر مشهور و او د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه به خلک راتلل او د هغه د کورنۍ له لوري به ورته تعويذونه ورکول کېدل.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((پاکستان او افغانستان څخه به د ميرګيو، پيريانو، اعصابو، ملاريا او نورو ناروغيو لرونکي خلک دغه زيات ته راتلل او له زيارت کولو وروسته به د هغه د لمسيانو له لوري به دم کېدل او تعويذونه به ورکول کېدل.))

د ښار يو بل اوسېدونکي عين الله حقبين وويل، چې د ملا کاکا قبر د ناپېژاندو وسله والو له لوري په بمونو الوځول شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د ملا کاکا زيارت ته چې هر څوک راغلي، الله پاک ورته شفا ورکړې، خو ناڅرګنده کسانو ياد زيارت په بمونو سره الوځولى او د دم او دعا دغه مرکز يې مکمل ويجاړ کړى دى.))

د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي، چې د دغې پېښې د معلومولو په موخه د امنيتي ځواکونو له لوري څېړنې روانې دي، ترڅو جوته کړي، چې دغه پېښه د چا له خوا شوې ده.

د يادونې  ده، د ملا کاکا زيارت چې مشهور په بنارس دى، د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار په زيارت کلي کې کابو پنځوس کلن تاريخ لري.

 

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.