ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران کې ٣٠ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

ايران کې ٣٠ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Oct 2015 - 11:00
ايران کې ٣٠ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 Oct 2015 - 11:00

کابل  (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): راپورونه وايي چې په ايران کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٢٠ افغان کډوال مړه او ١٠ نور ټپيان شوي دي.

ايراني رسنيو د تلې په ٢٧مه خبر ورکړى چې دا پېښه پرون ماښام ناوخته د ايران مرکزي سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د ايران د پلازمېنې تهران او قوم ښار تر منځ سوېلي ساحه کې د غير قانوني افغان کډوالو يو ميني بس مو‌ټر له مخامخ روانې لارۍ سره جنګېدلى دى.

د ايران دولتي تلويزيون ويلي چې په دې پېښه کې ٢٠ افغان کډوال مړه او تر ١٠ پورې نور ټپيان شوي دي.

سرچينې ويلي چې ټپيان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.

د  يادونې ده، په دې وروستيو کې د ايران له لارې ترکيې او بيا اروپا ته د غير قانوني افغان کډوالو د تګ لړۍ  تنده شوې ده.

د هرات او نيمروز ولايت چارواکي وايي چې هره ورځ تر ٥٠٠ زيات افغانان د ايران له لارې اروپا ته روانېږي چې يو شمېر يې  بيا د ترکيې په بحر کې غرق کېږي.fپ

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.