ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزارت : د دېرش  ميليونه افغانيو په ارزښت  کرنيز تړونونه لاسليک شوي

د کرنې وزارت : د دېرش ميليونه افغانيو په ارزښت کرنيز تړونونه لاسليک شوي

author avatar
19 Oct 2015 - 16:30
د کرنې وزارت : د دېرش  ميليونه افغانيو په ارزښت  کرنيز تړونونه لاسليک شوي
author avatar
19 Oct 2015 - 16:30

کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): د کرنې وزارت وايي، د کابل نړيوال پنځلسم کرنيز نندارتون کې د دېرش ميليونه افغانيو په ارزښت سوداګريز تړونونه د توليدوونکو او سوداګرو تر منځ لاسليک شوي دي.

ياد نندارتون کابو يوه اونۍ وړاندې (د تلې ٢٢مه) پيل او درې ورځې يې دوام وموند.

له ياد وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه نندارتون کې کرنيز محصولات او لبني توليدات د هېواد له ۲۷ ولايتونو (کابل، پروان، هرات، بلخ ، کندهار، بدخشان، کاپيسا، باميان، بغلان، سمنګان، ننګرهار، لغمان، کندوز، غزني، هلمند، اروزګان، تخار، فارياب، جوزجان، فراه، پکتيا، پکتيکا، پنجشېر، دايکنډي، وردګ او لوګر) څخه نندارې ته ايښودل شوي وو.

سرچينه کاږي، د دې تر څنګ د کرنيزو او لبني محصولاتو د پروسس کولو توکي، لمريز بېلابېل سيستمونه، کرنيز ماشينونه، کرنيز اسباب، د مالدارۍ محصولات، حبوبات، غلې، د څارويو خوراکي توکي، وچې او لندې مېوې، غالۍ، تخنيکي زده کړې، طبي بېلابېل بوټي، کرنيز درمل، د مچيو ساتنې زده کړې او د غاليو اوبدلو بېلابېلې وړۍ هم ننداري ته اېښودل شوې وې.

سرچينه زياتوي، د سرشمېرنو له مخې، د کابل پنځلسم نړيوال کرنيز نندارتون کې له ۵۳۲۰۰ څخه زيات کسانو ګډون کړى و او په ټوليز ډول د ٦،٦ ميليونو افغانيو څخه زيات کرنيز محصولات او کورني توليدات په کې پېرل او پلورل شوي دي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، دغه نندارتون د تېرو څو کلونو په پرتله ښه ترسره شو چې د لاسي صنايعو، کرنيز، بڼوالۍ او د څاوريو محصولات او کورني توليدات په ۲۲۰ غرفو کې نندارې ته ايښودل شوي وو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ياد نندارتون د سوداګريزو تړونونو لپاره هم چارې برابره کړې وې او سرشمېرنې ښيې چې د نندارتون دريو ورځو په لړ کې له ۳۰ ميليونه افغانيو څخه زيات سوداګريز تړونونه د توليدوونکو او سوداګرو تر منځ لاسليک شوي دي.

سرچينه وايي، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سږکال هم د صنعتګرو او کروندګرو د اقتصاد ملاتړ په موخه د مرستندويو موسسو او ټولنو په مرسته دغه نندارتون په لاره واچاوه، څو هغوی وکولى شي خپل توليد شوي د محصولاتو بېلابېل ډولونه خلکو ته ور وپېژني او د دی ترڅنګ د محصولاتو د بازار موندنې لپاره هم ښه موقع برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.