کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له فساد سره د دولت مبارزه لفظي نه، بلکې عملي ده.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړلو پلاوي د خپلو موندنو راپور، نن ولسمشر ته وړاندې کړ.
سرچينه کاږي، په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت، نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شول، د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړلو په موخه د ګومارل شوي پلاوي ريیس حمیدالله فاروقي، ولسمشر ته راپور وړاندې کړ.
نوموړي د راپور وړاندې کولو پرمهال ويلي، یو شمېر متخصصینو پنځه نیمې میاشتې په دې راپور کار کړی دی، هیله ده، دا راپور د فساد د مخنیوي په برخه کې ګټور ثابت شي.
ولسمشر غني د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړلو پلاوي د زحمتونو د قدردانۍ په ترڅ کې ويلي، دا راپور د دې ښکارندوی دی، چې له فساد سره د افغانستان د دولت مبارزه لفظي نه، بلکې عملي ده.
ده زیاته کړې، په دې راپور کې یاد پلاوي د فساد شتون په ريښه یي توګه تحلیل او تثبیت کړی او له فساد سره د مبارزې د څرنګوالي په برخه کې یې د متخصصینو وړاندیزونه برابر کړي دي.
د هغه په وينا، یاد راپور به په دقت ولولي او وروسته به د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د ارزونې پلاوي سره لیدنې ولري، ترڅو هغه وړاندیزونه چې دوی دولت ته کړي دي، عملي شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن