هرات ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه يې پر شينډنډ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد پر شا تمبولى دى.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات نن (د تلې ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا اووه بجې د شينډنډ د امنيې قوماندانۍ او ملي امنيت پر ودانيو ډله ييز بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې دا نښته د شپې تر يوې بجې پورې روانه وه.
حيات وويل چې د بريد په پايله کې يو پوليس سرتېرى وژل شوى او څلورو نور ژوبل شوي دي.
د حيات په خبره، په دې نښته کې د امنيتي ځواکونو يو ټانک هم د راکټ لګېدو له امله ويجاړ شوى دى.
د هرات د والي وياند همدارنګه وويل چې طالبانو غوښتل په خپل دې ډله ييز بريد سره په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو مرکز ونيسي، خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.
هغه همدارنګه وويل چې په دې درنه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د وژل شوو شمېر يې څرګند نه دى.
د هرات د والي وياند زياته کړه چې اوسمهال په دې ولسوالۍ کې جګړه پاى ته رسېدلې، خو امنيتي ځواکونه د تيارسئ په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دې ولسوالۍ ځينو اوسېدونکي ادعا کړې چې په ياده نښته کې د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ مرستيال هم وژل شوى، خو د هرات د والي وياند دا خبره رد کړه.
په ورته وخت کې د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې پر دې ولسوالۍ د طالبانو په بريد کې يې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدلي دي.
دوى له حکومت نه غواړي چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره پراخه عمليات وکړي.
دوى اندېښنه ښودلې چې که د دې ولسوالۍ وضعيت ته پاملرنه ونه شي، امکان لري چې دا ولسوالي د طالبانو لاس ته ورشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن