واشنګټن (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د امريکا د دفاع وزارت ومنله چې په افغانستان کې يې يوه جنګي اېف ١٦ الوتکه د وسله والوطالبانو له خوا وېشتل شوې ده.
په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګان) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د روان لمريز کال د تلې په ٢١مه د افغانستان په پکتيا ولايت کې رامنځته شوې وه.
سرچينې زياته کړې چې د وسله والو مخالفينو له خوا پر يادې الوتکې ډزې شوې وې چې له امله يې دوه مرمۍ پر الوتکه لګېدلې وې او يوه برخه يې زيانمنه شوې وه.
د امريکا د دفاع وزارت ويلي چې په دې پېښه کې پيلوټ ته زيان نه دى اوښتى او په برياليتوب سره يې خپله الوتکه د بګرام پوځي اډې ته رسولې وه.
سرچينې ويلي چې ځواکونو يې د دې الوتکې د بېرته ترميمولو چارې پيل کړې دي.
د يادونې ده چې د تلې په ٢١مه د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکي ويلي وو چې په سيمه کې يې يوه الوتکه غورځېدلې ده.
خو هغه مهال په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته ياده پېښه نه وه تاييد کړې.
بلخوا وسله والو طالبانو د يادې الوتکې د يوې برخې او د پرزو عکسونه هم په ټولنيزو شبکو کې خپاره کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن