ميدانښار (پژواک، ۲٨ تله ۹۳): د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ يو اوسېدونکى چې د جهاد پر مهال يې دواړه لاسونه له فعاليته لوېدلي، وايي چې کورنۍ يې نهه غړي لري، خو د نفقې پيدا کولو څوک نه لري.
دغه کس عبدالقادر نومېږي، ٦٠ کاله عمر لري او د نرخ ولسوالۍ د ده حيات کلي اوسېدونکى دى.
هغه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د جهاد پر مهال يې دواړو لاسونو او پښو فعاليت پرېيښى دى.
د هغه په خبره چې اوس يې په کور کې اووه لوڼې او يوه مېرمن ژوند کوي.
د نوموړي په وينا، د زامنو د نشتوالي له امله يې د خلکو پر مرستو سربېره د نفقې پيدا کولو بله هېڅ وسيله نه لري.
عبدالقادر وايي، اووه ځلې د جهاد پر مهال په غرونو کې ګاونډي هېواد پاکستان ته تګ راتګ کړی او په غرونو کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شوی، له روسانو يې د هېواد د ازادولو په خاطر لوږې او تندې تېرې کړې دي.
هغه زياتوي: ((د نفقې ګټلو لپاره هېڅوک نه لري او دمګړۍ د خلکو په مرستو او خيراتونو ژوند تېروي او که دغه مرستې ورسره ودرېږي نو بيا خدای خبر دی چې څه به کېږي.))
دغه بې وزله کس وايي، لاسونو او پښو يې هغه مهال کار پرېښود، کله چې د شوروي يرغل پر مهال ورته څېرمه بم ولګېد او څو کاله وړاندې د امريکايانو له لوري د يو بل بم په غورځېدو سره يې په بشپړ ډول پښو حرکت پرېښود او لاسونو باندې هېڅ فعاليت نه شي ترسره کولای.
عبدالقادروايي: ((ما کله د بې غيرتۍ ډوډۍ نه وه خوړلې، کار مې کاوو، خټې مې کولې، مزدوري مې کوله، پټی مې کولو، خو کور ته مې نفقه ګټله، غيرت راته درېږي چې سوال وکړم خو څه وکړم ؟ لار نه لرم، که ځانوژنه وکړم نو له خدايه وېرېږم.))
هغه زياته کړه: ((کله چې اولادونه پښې لوڅې وګورم، ډوډۍ راوړل شي نو زه يو دوه مړۍ وکړم نور بچو ته پرېږدم چې هغوی په نهره پاتې نه شي او هره ورځ د دغه دردونو له امله خپله او بچيان يې د ورځې له يوې څخه تر يوې نيمې بجو پورې ژاړي.))
د عبدالقادر په وينا، زړه يې غواړي چې اولادونو ته ښه توکي برابر کړي خو د بېوزلۍ له امله هېڅ هم نه شي کولای.
هغه زياتوي: ((يوه څلور کلنه لور يې چې بهر ووځي نو چيغې کړي چې څنګ کور کې غوښه پخ شوې، زه هېڅ نه شم کولای او د قربانۍ اختر کې مو د خيرات له غوښې پرته کله هم غوښه نه ده خوړلې او د بچيانو په غوښتنه يواځې اوښکې تويوم.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن