کندهار (پژواک ٢٨ تله ٩٤): په کندهار کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) په ملاتړ د سيمه ييزې ادارې د پياوړتيا پروژه پيلېږي چې پنځه کاله به دوام وکړي.
دغه پروژه د Tetra Tech په نوم د يوې انجيو له خوا پلې کېږي، چې ډېر ژر به يې عملي کارونه پيل شي.
په دې اړه نن د تلې په ٢٨مه د ولايت مقام د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کندهار د والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د يادې شوې انجيو د ولايتي پلان جوړولو مشاور محمد عارف اميري او د ځينو ادارو رييسانو په کې ګډون کړى وو.
محمد عارف اميري وويل د سيمه ييزې ادارې د پياوړتيا يا "اسلا" په نوم پروژه د هېواد په کچه د کندهار په ګډون په ١٦ ولايتونو کې پلې کېږي.
هغه زياته کړه، ياده شوې پروژه څلور برخې لري چې د ولايتي پلان جوړولو لپاره د ولايتي کارکوونکو د وړتياوو لوړول، د سيمه ييزې ادارې پياوړتيا، د عامو وګړو غوښتنو ته لاسرسى او په اداره کې د خلکو ګډون په کې شامل دي.
د ده په خبره، د سيمه ييزې ادارې د پياوړتيا پروژې کليدي غړي ماليې وزارت، اقتصاد وزرات او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره ده.
دى وايي، په دې پروژه کې به به د جنډر مساوات ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي چې له اړوندو ادارو سره يې په پوره همغږي پلې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن