ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني نور هېوادونه هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پرېښودو هوډ لري

ځيني نور هېوادونه هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پرېښودو هوډ لري

author avatar
20 Oct 2015 - 14:49
ځيني نور هېوادونه هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پرېښودو هوډ لري
author avatar
20 Oct 2015 - 14:49

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): ناټو وايي چې د امريکا تر څنګ يو شمېر نور هېوادونه هم غواړي چې تر ٢٠١٦ کال وروسته په افغانستان کې خپل سرتېري پرېږدي.

تر دې مخکې امريکا تېر کال اعلان کړى و، د ٢٠١٦ کال په پاى کې به دوى او نور هېوادونه خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي او يواځې زر امريکايي سرتېري به د دغه هېواد د سفارت د امنيت لپاره په کابل کې پاتې کېږي.

خو ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړه او اعلان يې وکړ چې د ٢٠١٦ تر پايه پورې به نږدې لس زره  او تر ٢٠١٦ کال وروسته به هم پنځه نيم زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.

د ناټو سازمان چارواکي وايي چې تر امريکا وروسته يو شمېر نور متحدين يې هم غواړي چې تر ٢٠١٦ کال وروسته په افغانستان کې خپل سرتېري پاتې کړي.

په اروپا کې د ناټو پوځي قوماندان جنرال فلېپ برېد لوف ويلي، دى ډاډمن دى چې د امريکا ترڅنګ د ناټو سازمان يو شمېر نور غړي هېوادونه هم تر ٢٠١٦ وروسته په افغانستان کې خپل سرتېري پرېږدي.

خو نوموړي زياته کړې چې دغو هېوادونو تر اوسه د خپلو پاتې کېدونکو سرتېرو کره شمېر نه دى په ډاګه کړى.

هغه ويلي: ((يو شمېر هغو هېوادونو چې د افغانستان په ماموريت کې پراخه ونډه لري، له موږ سره په اړيکه کې دي او ډاډ يې راکړى چې خپل اوسني سرتېري به پرېږدي.))

په اروپا کې د ناټو دغه قوماندان د هېوادونو د نومونو له په ډاګه کولو ډډه وکړه، خو ناټو يوې بلې سرچيني اروپايي رسنيو ته ويلي چې جرمني، ترکيې او ايټاليا لا د مخه په دې اړه ډاډ ورکړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د ايټاليا لومړي وزير ماټيو رينزي تېره اوونۍ ويلي وو چې دوى پر دغه پلان غور کوي چې تر ٢٠١٦ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل سرتېري پاتې کړي.

د يادونې ده، اوسمهال د ناټو د روزنې په ماموريت کې جرمني ٨٥٠ ، ايټاليا ٧٦٠ او ترکيه ٥٠٠ سرتېري په افغانستان کې لري.

په اروپا کې د ناټو پوځي قوماندان ويلي: ((د خپلو سرتېرو د ساختمان او شمېرې په اړه به وروستۍ پرېکړه د افغانستان ځمکنيو حالاتو ته په کتو سره کوو.))

د يادونې ده، اوسمهال په افغانستان کې د ناټو د روزنې په ماموريت کې د امريکا او د دغه سازمان د غړو هېوادونو شاوخوا ١٤ زره سرتېري د افغان ځواکونو پر روزنې بوخت دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.