کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٤): د افغانستان ملي امنيت سلاکار وايي چې تلپاتى سيمه ييز ثبات هغه مهال رامنځ ته کېداى شي چې د سيمې هېوادونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتينې همکاري وکړي.
هغه اعلاميه چې د ملي امنيت شورا له لوري نن د تلې په ٢٩ مه پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، کاږي چې د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د هندوستان له سفير ښاغلي امرسينها سره ليدنه وکړه.
سرچينې زياته کړه چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړيکو، له افغانستان سره د هندوستان پر اقتصادي، روزنيزو او نورو ډېرو دوه اړخيزو همکاريو خبرې اترې وشوې.
د هندوستان سفير څرګنده کړه چې هېواد يې له افغانستان سره اقتصادي او روزنيزو همکاريو ته دوام ورکوي او د امنيت د ټينګښت په برخه کې يې د افغانستان د دولت له پاليسۍ د هندوستان ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان ملي امنيت سلاکار له څه باندې يوې لسيزې راهيسې د هندوستان د دولت او خلکو له هر اړخيزو همکاريو د مننې تر څنګ وويل چې افغانستان د ملګرو هېوادونو دوامداره همکاريو ته اړتيا لري.
حنيف اتمر زياته کړه چې تلپاتى سيمه ييز ټينګښت هغه مهال رامنځ ته کېداى شي چې د سيمې هېوادونه له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په برخه کې رښتينې همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن