ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

المان په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د احتمالي شتون د دوام اعلان وکړ

المان په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د احتمالي شتون د دوام اعلان وکړ

author avatar
21 Oct 2015 - 20:22
المان په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د احتمالي شتون د دوام اعلان وکړ
author avatar
21 Oct 2015 - 20:22

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٤):  کابل کې د المان سفير وايي، د دې احتمال شته چې په افغانستان کې د المان د پوځي ځواکونو ماموريت له ٢٠١٦ کال وروسته هم وغځول شي.

کابل کې د المان سفير مارکوس پوتزل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هېواد به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شتون د دوام په اړه پرېکړه وکړي.

هغه زياته کړه: "ډاډمن يم چې هېواد مې له ٢٠١٦ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور شتون غځوي."

د المان سفير زياته کړه: "افغان امنيتي ځواکونه په يواځې سره نه شي کولى له ترهګرو سره مبارزه وکړي او دې ته اړتيا ده، چې ترڅنګ يې بهرني امنيتي ځواکونه هم واوسي."

د پوتزل په وينا، اوسمهال په افغانستان کې ٨٦٠ الماني سرتېري مېشت دي، چې ٧٠٠ کسان يې په بلخ ولايت کې دي.

د المان سفير څرګنده کړه، چې له ٢٠١٦ زېږديز کال وروسته د ٥٥٠٠ امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه د امريکا پرېکړه د بهرنيو ځواکونو د دوام لامل کېږي، څو له افغان امنيتي ځواکونو څخه د روزنې او ملاتړ په برخو کې ونډه واخلي.

مارکوس پوتزل له افغانستان څخه د المان پر ملاتړ باندې د ټينګار ترڅنګ وويل، چې دغه هېواد له افغانستان سره هر کال د ٤٣٠ مليون يورو مرسته کوي.

دغه موضوع په داسې حال کې ا علانېږي، چې په اروپا کې د ناټو ځواکونو ستر قوماندان جنرال فليپ بريدلاو ويلي، دغه سازمان له يو شمېر غړو هېوادونو څخه داسې تضمينونه ترلاسه کړي چې په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت ته دوام ورکړي.

اوسمهال په افغانستان کې ټولټال ١٣زره بهرني ځواکونه چې ٩٨٠٠ سرتېري يې امريکايان دي، حضور لري. د افغان امنيتي ځواکونو روزنه او مشوره د يادو ځواکونو له موخو څخه بلل کېږي.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.