ميدانښار (پژواک، ٢٩ تله ٩٤): د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې د مڼو او د دغه ولايت د نورو محصولاتو نندارتون پرانيستل شو.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مڼو او نورو محصولاتو له درى ورځني نندارتون يې موخه د دغه ولايت د باغدارانو محصولاتو ته بازار پيدا کول او د دوى هڅول دي.
هغه زياته کړه چې په دغه نندارتون کې د ولايت د مرکز او ولسواليو سلګونو کروندګرو، باغ لرونکو او د بېلابېلو خصوصي شرکتونو او ادارو له لوري بېلابېل کرنيز محصولات، لاسي صنايع او ګڼ نور توکي اېښودل شوي دي.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل چې د دغه نندارتون په ترڅ کې د افغانستان او د نړۍ خلکو ته دوى ښودل غواړي چې په ميدان وردګو کې ګروندګر او بزګران په خپلو زحمتونو سره د مڼو او نورو برخو کې څومره محصولات وړاندې کړي دي.
هغه زياته کړه، د دغه ولايت له محصولاتو يې مڼې تر ټولو مهمې دي چې د افغانستان او سيمې په کچه ساری نه لري.
د حيات په وينا، هر کال په دغه ولايت کې د مڼو حاصلات تر سل زرو ټنو زيات وي چې د افغانستان بېلابېلو ولايتونو تر څنګ ګاونډي هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.
والي وويل ، هڅه به وکړي چې د دغه ډول پروګرامونو له جوړولو سره د ميدان وردګو ولايت محصولاتو ته ښه بازار موندنه وکړي او په ترڅ کې د دغه ولايت د کروندګرو او باغدارانو په اقتصادي برخه کې مثبت بدلون راولي.
د رحمت الله په نوم يوه باغ لرونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مرکز ميدانښار کې د دغه ډول نندارتونونو جوړول به د دوی په چارو کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
د هغه په وينا، له دغه نندارتون څخه يې ګڼ شمېر مرستندويه ادارو، پانګوالو، مسوولين او نورو ليدنه وکړه.
ده غوښتنه وکړه چې ورته نندارتونونه دې ورته نور هم جوړ او د دوی محصولاتو لپاره دې د بازارموندنې اوږد مهالې زمينې برابرې کړي.
د ميدان وردګو ولايت د کرنيزې ټولنې مشر طاوس وايي چې د دغه نندارتون په لومړۍ ورځ له ګڼ شمېر پانګوالو سره يې بلدتيا   . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن