کندهار (پژواک، ٢٩ تله ٩٤): د کندهار والي له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې په دغه ولايت کې دې د رسينو د خونديتوب په موخه يو امنيتي کمېسيون جوړ کړي.
نوموړي دغه څرګندونې په اوونيزه امنيتي غونډه کې وکړې چې په کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال داود شاه وفادار، د ملي امنيت رييس تورن جنرال قدر محمد خان، د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او يو شمېر نورو امنيتي مسوولينو هم ګډون کړی و.
د کندهار والي ډاکتر همايون عزيزي د ولسمشر له حکم سره سم د دغه ولايت له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې د رسنيو او د رسنيو د کارکوونکو خونديتوب او امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.
ولسمشر محمداشرف غني له هغه وروسته په ټولو ولايتونو کې د رسنيو د خونديتوب په موخه د امنيتي کمېسيونونو د جوړولو حکم ورکړ چې وسله والو مخالفينو پر طلوع او يک ټلوېزيونونو د بريد ګواښ وکړ.
والي وايي، رسنۍ د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو او د هغوى د پوه کولو او خبرولو لپاره کار کوي، په همدې بنسټ لازمه ده چې د رسنيو او د رسنيو د کار کوونکو د امنيت د خوندي کولو په موخه يو امنيتي کمېسيون جوړ شي.
نوموړي د دې تر څنګ له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د ولايت په کچه دې د امنيت د ټنګښت په موخه خپلې هلې ځلې چټکې کړي.
هغه زياته کړه، د هر ډول پرمختګ، خدماتو رسولو او اصلاحاتو لپاره امنيت لومړى شرط دى.
دى وايي، ډېر مهال مرکز هغو ولايتونو ته د پرمختيايي کارونو لپاره بوديجه نه ورکوي، چې امنيتي وضعيت په کې سم نه وي.
عزيزي د کندهار له اوسېدونکو هم وغوښتل چې که په خپلو سيمو کې د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، ټرانسپورټي اسانتياوو او نورو خدماتو غوښتونکي وي، نو بايد د امنيت په تامين کې له خپلو ملي ځواکونو سره هر اړخيزه مرسته وکړي.
نوموړي په دې لړ کې پر ديني عالمانو او ملا امامانو هم غږ وکړ چې د جمعې د ورځو په خطبو کې دې د ترهګريزو بريدونو پر ضد خبرې وکړي او د خپل ولس د امنيت په خونديتوب کې دې ونډه واخلي.
په امنيتي غونډه کې امنيتي مسوولينو د خپلو لاسته راوړنو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال داوود شاه وفادار وويل د خلکو په مرسته په ترسره شوو وروستيو عملياتو کې وسله وال مخالفين په پراخه کچه ځپل شوي، خو هغوى لا هم په خلکو کې د وېرې خپرولو هڅه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن