کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): د افغانستان مخکنى ولسمشر حامد کرزى نن سهار په يوه رسمي سفر تاجکستان ته تللى دى.
د پخواني ولسمشر مطبوعاتي دفتر د تلې په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حامد کرزى له يوه پلاوي سره نن سهار په يوه رسمي دوه ورځني سفر تاجکستان ته تللى دى.
سرچينې زياته کړه چې حامد کرزى د تاجکستان له ولسمشر او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو او د سيمې پر حالاتو خبرې کوي.
يادې سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
د يادونې ده، تېره اوونۍ هم مخکنى ولسمشر حامد کرزى په يوه نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته تللى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن