ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړى له چاودنې روغ ووت

د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړى له چاودنې روغ ووت

author avatar
22 Oct 2015 - 10:23
د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړى له چاودنې روغ ووت
author avatar
22 Oct 2015 - 10:23

جلال اباد ( پژواک، ٣٠ تله ٩٤ ) :  د ننګرهار د ولايتي شورا يو تن غړى له چاودنې روغ وتلى، خو په چاودنه کې يې يو ساتونکى ټپي شوى دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا نهو بجو د کونړ ولايت پر لويه لاره د بهسودو ولسوالۍ د شاه برهان اغا په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودنه د ولايتي شورا د وکيل افتخار مومند پر موټر شوې ، چې هغه ترې روغ وتلى ، خو په دې اړه يې نور معلوماتي نه درلودل.

مومند پژواک اژانس ته وويل چې دى له جلال اباد ښار څخه خپلې ولسوالۍ ګوشتې ته روان و، چې په ياده سيمه کې پرې د سړک د غاړې ماين وچاودېد.

د نوموړي  په وينا، دى  له چاودنې روغ وتلى، خو يو ساتونکى يې ټپي او موټر يې زيانمن شوى دى.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.