کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٤): د زمبابوى پر وړاندې د پنځو نړیوالو یو ورځنیو او دوه نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لړۍ څلورمه یوه ورځنۍ سیالي د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، د نننۍ لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.
د ده په خبره، افغان توپ اچونکو خپله سیاله لوبډله د لوبې په لومړیو اورونو کې د ډېرو منډو له جوړولو را ایساره کړه او په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان ملي لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو هدف ورکړ.
ده زياته کړه، د ملي لوبډلې توپ اچوونکو له لوري دولت ځدراڼ ۳، راشد ارمان ۲ او امیر حمزه هوتک او محمد نبي د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د هغه په وينا، افغان توپ وهونکو په پیل کې په زړه پورې ملګرتیا وکړه او ورکړل شوی هدف یې اسان کړ. ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۴۷ اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ، چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۸۰ او لوبډلمشر اصغر ستانکزي ۳۲ منډې جوړې کړې.
دى وايي، شهزاد محمدي د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن