ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو سرمنشي له ولسمشر غني سره د افغانستان پر امنيتي حالاتو خبرې وکړې

د ناټو سرمنشي له ولسمشر غني سره د افغانستان پر امنيتي حالاتو خبرې وکړې

author avatar
23 Oct 2015 - 10:03
د ناټو سرمنشي له ولسمشر غني سره د افغانستان پر امنيتي حالاتو خبرې وکړې
author avatar
23 Oct 2015 - 10:03

کابل ( پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٤ ) : د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ په يوه ټېلېفوني اړيکه کې له ولسمشر اشر ف غني سره د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او ددغه سازمان د راتلونکي ماموريت په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ناټو سازمان د ملکي استازي له دفتر څخه د لړم په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اړيکه پرون نيول شوې وه.

د ناټو سرمنشي ويلي، چې ددې اړيکې پر مهال يې له ولسمشر اشرف غني سره دافغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او په دغه هېواد کې د نا‌ټو د روزنې د روان ماموريت د راتلونکي په اړه   خبرې کړې دي.

هغه ددې اړيکې پر مهال د امريکا د ولسمشر بارک  اوباما د هغې پرېکړې هرکلى کړى، چې تر ٢٠١٦ کال وروسته به هم په افغانستان کې امريکايي سرتېري شتون ولري.

د ناټو سرمنشي ويلي : (( د امريکا له دغې پرېکړې سره  په افغانستان کې د ناټو دوامداره پاتې کېدو ته لاره هواره شوه. ))

نوموړي يو ځل بيا د افغان ملي دفاعي ځواکونو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې دوى امنيتي مسووليتونه په ننګونکو حالاتو کې پر غاړه اخيستي او په ښه توګه يې پرمخ وړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر غني سره ددې ټېلېفوني اړيکې پر مهال د ناټو سرمنشي يو ځل بيا په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي ځواکونو له خوا په شوي  بمبار افسوس څرګند کړى او د پېښې د قربانيانو کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي. 

وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونيوه امريکايي ځواکونو د تلې په ١٢مه، په دغه ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون له دې امله بمبار وکړ، چې ګوندې طالبان په کې پټ دي، په دې بمبار کې ٢٢ تنه ووژل شول او ٣٧ نور  ټپيان شوي وو.

د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ د يادې پېښې د رڼو او خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې او د دا ډول پېښو  پر بيا نه تکرار يې  ټينګار کړى دى.

د هغه په وينا، ده او ولسمشر غني يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې افغانستان او ناټو به دوامداره همکاريو ته ادامه ورکوي . 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.