ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن په هېواد کې د عاشورا ورځ لمانځل کېږي

نن په هېواد کې د عاشورا ورځ لمانځل کېږي

author avatar
24 Oct 2015 - 09:53
نن په هېواد کې د عاشورا ورځ لمانځل کېږي
author avatar
24 Oct 2015 - 09:53

کابل ښار (پژواک، ٢ لړم ٩٠): نن د امام حسين (رضي الله عنه) د شهادت د ورځې له کاليزې سره سمون لري چې په کابل او ولايتونو کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.

د حضرت محمد (صلى الله عليه و سلم) لمسى امام حسين او ٧٢ ياران يې د ٦١ هجري قمري کال د محرم الحرام په لسمه نېټه د عراق په کربلا دښته کې د يزيد له خوا په شهادت ورسېدل.

د عاشورا (د محرم الحرام لسمه) ورځ هر کال د مرکز او ولايتونو په تکيه خانو کې د ښځو او سړيو په ګډون لمانځل کېږي او په جوماتونو کې د قران مجيد ختمونه کېږي.

اهل تشيع او تسنن دا ورځ د قران کريم په ختمونو، خيراتونو او بيانيو په ترڅ کې لمانځي چې په څنګ کې يې اهل تشيع بيا په دې ورځ تورې جامې اغوندې او د سينه وهنې مراسم هم ترسره کوي.

د دواړو مذهبونو عالمان به نن په تکيه خانو او جوماتونو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د يزيد پر وړاندې د حسين (رض) او د هغه د يارانو د مېړانې او شهامت ستاينه وکړي او په دې اړه به خلک وپوهوي.

په داسې حال کې چې د اهل تشيع يو شمېر پلويان د محرم په اوومه، نهمه او لسمه ورځ د زنځير وهلو مراسم ترسره کوي؛ خو د اهل تشيع ځيني عالمان ځان په زنځير وهل په داسې حال کې چې وينه تويه او يا هم بدن تور شي، حرام ګڼي.

په دې ورځو کې د اهل تشيع پيروان په څلورلارو او د سړک په غاړو کې غرفې جوړوي او خلکو ته چاى او شيدې ورکوي. همدارنګه هغوى پر خپلو موټرو تورې ټوټې لګولې او په سړکونو کې تګ راتګ کوي.

له بل پلوه، امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې د محرم الحرام له ورځې څخه د لمانځلو په موخه ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.

امنيتي مسوولين وايي، هغه سيمې چې له دې ورځې څخه په کې د لمانځلو مراسم ترسره کېږي، د امنيتي ځواکونو تر پوښښ لاندې دي او دا ځواکونه د احضاراتو په حال کې دي.

هغوى وايي، په تکيه خانو، جوماتونو او يو شمېر نورو هغو سيمو کې چې د خلکو د راټولېدو ځايونه دي، د امنيت په ټينګښت يې بوخت دي او هڅه کوي څو خلک په ښه فضا کې د محرم الحرام لسمه ولمانځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.