لښکرګاه (پژواک، ٢ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې په هلمند کې تېره شپه د افغان او ایساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې یو شمېر سیمې بېرته نیول شوې او د پنځو طالب قوماندانانو په ګډون ۴۷ وسله وال وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د لښکرګاه په څنډو کې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسول ډګرمن محمدرسول ځاځي د لړم په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پر هوايې بریدونو سربېره د لښکرګاه اړوند د باباجي په لویه هدیره، چهاربارغ او خدای رحیم کلي کې د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ځمکني عملیات هم شوي دي.
ځاځى وايي چې په وژل شوو وسله والو کې د ملا کامل، عبدالرحمن، ملا هدایت الله، قاري ګلالي او هاشمي په نومومونو د هغوى قوماندانان هم شامل دي.
نوموړي زياته کړه، د تېرې شپې په بریدونو کې ډېر پرمختګ شوی دی، د لښکرګاه د نیولو ګواښونه کم شوي دي، طالبان د ماتې په حال کي دي.
بلخوا د نادعلي د لوى مانده سیمې اوسېدونکي سلام خان پژواک ته وويل چې تېره شپه له ۱۲ بجو وروسته تر سهاره ایساف ځواکونو د طالبانو په مورچو بریدونه وکړل، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
ده وویل، اوس هم په سیمه کې طالبان معلومېږي، وسلې ورسره دي، او د دوی د شاوخوا سیمو واک يې په لاس کې دی او له سیمې ټولې کورنۍ وتلې دي.
خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا نه مني او وايې چې د باباجي، لو مانده، لوچک، کوفکه او ۳۱ غربي سیمې د دوی په لاس کې دي او افغان ځواکونه يې پر شا تمبولي دي.
د يادونې ده، پرون د هلمند چارواکو ويلي وو چې د لښکرګاه او شاوخوا سيمو د جګړې د مهارولو په موخه يو شمېر بهرني او د پوليسو ځانګړې قطعه لښکرګاه ته رسېدلې ده.
د هغوى په وينا، د لښکرګاه په باباجي او د نادعلي او ګرشک ولسواليو په مربوطاتو کې اوس هم عمليات دوام لري، افغان ځواکونو پرمختګ کړی او وسله والو يې پر وړاندې د مقامت توان له لاسه ورکړى دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن