ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو ساحوي کمېسيون د يوې ښځې قاتلينو ته د مجازاتو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو ساحوي کمېسيون د يوې ښځې قاتلينو ته د مجازاتو غوښتنه وکړه

author avatar
25 Oct 2015 - 14:54
د بشري حقونو ساحوي کمېسيون د يوې ښځې قاتلينو ته د مجازاتو غوښتنه وکړه
author avatar
25 Oct 2015 - 14:54

فيض اباد ( پژواک،٣لړم ٩٤ ): د بدخشان ولايت  د بشرحقونو ساحوي کمېسيون د يوې ښځې وژنه او بلې ټپې کېدل چې دواړه مېندوارې وې، په کلکه غندلي او عاملانو ته يې د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري وايي، چې طالبانو دوه شپې وړاندې ٣٨ کلنه مسلمه په خپل کور کې د وردوج ولسوالۍ په محله کلي کې پر ډزو ووېشتله.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، ددې ښځې لور ٢٠ کلنې مريم  چې ځان يې پر مور وغورځولى څو هغه وژغوري، څو مرمۍ پر هغې هم لګېدلې دي.

حيدري زياته کړه ، مريم چې مېندواره ده، د بدخشان په ولايتي روغتون کې بستر ده، روغتيايي وضعيت يې ښه دى او ماشوم يې هم روغ دى؛ خو د مريمې مور په نس کې ماشوم تلف شوى دى.

 بدخشان کې د بشر حقونو کمېسيون ولايتي دفتر مسوولې عارفې نويد، د مېرمنې وژل او لور ژوبلېدل يې کلک غندلي دي او هغه يې د بشر حقونو او اساسي قانون سره په ټکر کې وګڼل.

هغې وويل : " ددې جنايت عاملان بايد تر نيولو وروسته سخت مجازات شي."

 د ورودج ولسوال دولت محمد خاور وويل چې مسلمه له دې امله د طالبانو له لوري وژل شوې ده چې خاوند يې سيمه ييز پوليس و. طالبانو ګواښ کړى و چې هغه دې له خپلې دندې لاس په سر شي او کور ته دې ستون شي؛ خو هغه له دې انکار کړى و.

د بدخشان ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي وويل چې دولت بايد د وردوج ولسوالي له طالبانو پاکه کړي؛ له دې پرته به داسې زړه بوګنونکې پېښې ( د ښځو وژل)  تکرار شي.

وسله والو طالبانو د وردوج ولسوالۍ د تلې په ٩ مه ونيوله او تر اوسه د دوى په ولکه کې ده.

 دوه مياشتې وړاندې  يوه ٣٠ کلنه مېرمن د نامشروع اړيکې په تور، د وردوج ولسوالۍ په تيرګران سيمه کې د طالبانو له لوري پر دار وځړول شوه.

 خو دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل: ((دا ادعا غلطه ده، په هغه ځای کې موږ هېڅ عملیات نه لرل او نه مو د چا په کور برید کړی، البته که پيښه د شخصی دښمنیو او سیمه ييزو ستونزو له امله هم پيښه وي دښمن يې په موږ پورې تړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.