ميمنه (پژواک ٣ لړم ٩٤): ولسي سرچينې وايي، چې د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې د جګړې له امله ١٥ ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا اوه زره نور د جګړې له ويرې خوندې سيمو ته تللي او له غذايي او سرپناه له ستونزو سره مخ دي.
طالبانو د تلې په ٢٦ مه شپه د غورماچ ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستله او له هغه وروسته د يادې ولسوالۍ د بيرته نيولو په موخه د دولتي ځواکونو له لوري عمليات روان دي.
د سيمې يوه مخور چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د دواړو لوريو تر منځ د جګړې او درنو مرميو د توغول کېدو له امله تر اوسه ١٥ کسان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې پر يوه کور باندې د راکټ د توغول کېدو له امله درې ښځې، دوه ماشومان او يو سړى وژل شوي دي.
دغه راز د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې نور کسان هم وژل شوي چې دوه ١٢ کلن او ١٤ کلن ماشومان او يو پوخ عمره سړى شامل دى.
د ياد مخور په وينا، ياده ډېرى مرګ ژوبله د طالبانو له لوري اوښتې او ١٣ کلن ماشوم چې د کور توکي يې خوندي ځاى ته لېږدول، د لارې په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو د ډزو په ترڅ کې وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړه، چې پاتې نور کسان د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتو له امله وژل شوي دي.
فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن رضا رضايي وويل، امکان لري چې د جګړې په ترڅ کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، خو تر اوسه پورې ورته کره راپور نه دى رسېدلى.
د غورماچ ولسوال نعمت الله سرحدي هم وويل، چې په يادو نښتو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو له دې امله چې سيمه تر اوسه پورې د طالبانو په کنټرول کې ده؛ له دې امله کره راپور نه دى تر لاسه کړى.
نوموړ، چې د غورماچ ولسوالۍ مرکز په يوه کيلومټرۍ کې د ملي اردو په يوه کمپ کې اوسېږي، وويل چې خلکو ته د طالبانو له لوري پر کورونو د توغول شويو مرميو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان يو راپور څرګندوي چې د ٢٠١٥ زېږديز کال په لومړۍ مياشت کې شا وخوا ١٦٠٠ ملکيان وژل شوي او ٣٣٠٠ نور ټپيان شوي دي، چې شا وخوا ٧٠ سلنه مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفينو له لوري رامنځته شوې، خو وسلوال طالبان بيا دغه شمېره غيرواقعي او له مبالغې ډکه بولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن