کابل (پژواک، ٤ تله ٩٤): نن له غرمې وروسته يوې زورورې زلزلې چې مرکز يې په بدخشان کې ښودل شوى، د کابل په ګډون د هېواد ډېرې سمې سختې ولړزولې.
د امريکا د ځمکې پېژندنې سازمان اعلان کړى چې دا زلزله يوه بجه، ٣٩ دقيقې او ٣٢ ثانيې د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ په ٤٥ کيلومترۍ کې چې د کابل د شمال ختيځ په ٢٥٦کيلومترۍ کې موقعيت لري، شوې ده.
د دغه سازمان په ويبپاڼه کې راغلي چې دا زلزله د ريښتر په اندازه ٧،٧ درجې او په ځمکه کې ٥،٢١٣ کيلومتره لاندې شوې ده.
د بدخشان ځايي سرچينو د دې زلزلې له احتمالي مرګ ژوبلې او زيانونو بې خبري ښودلې ده.
دا زلزله په ځينو نورو هېوادونو لکه پاکستان، هندوستان او منځنۍ اسيا کې هم احساس شوې ده.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دى چې زياتې زلزلې په کې کېږي. د وروستيو کلونو ډېرې زلزلې د هېواد په شمال ختيځو سيمو کې شوې چې په ځينو مواردو کې يې مالي او ځاني زيانونه هم اړولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن