ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله د خاک افغان ولسوالۍ پېښې پر جدي څېړنې ټينګار وکړ

عبدالله د خاک افغان ولسوالۍ پېښې پر جدي څېړنې ټينګار وکړ

author avatar
26 Oct 2015 - 20:09
عبدالله د خاک افغان ولسوالۍ پېښې پر جدي څېړنې ټينګار وکړ
author avatar
26 Oct 2015 - 20:09

کابل (پژواک ٤ لړم ٩٤): د حکومت اجرايي مشر د زابل ولايت د خاک افغان ولسوالۍ د پېښې پر جدي څېړنې ټينګار کړى او وايي، داعش د کوم قوم او مذهب استازيتوب نه کوي، بلکې دغه ډله قومي او مذهبي اختلافونو ته د لمن وهلو په هڅه کې ده.

د زابل د ولايتي شورا غړى اسدالله کاکړ وايي، د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو تېره شپه ١:٣٠ بجه د خاک افغان ولسوالۍ په دره سيمه کې د ياد کلي د يوه اوسېدونکي پر کور بريد کړى او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٣ کسان له ځانه سره وړي او د کور څښتن يې وژلى دى.

هغه زياتوي، د داعش په ډلې پورې اړوندو وسله والو کسانو څو اونۍ وړاندې د جاغوري ولسوالۍ يو شمېر کسان تښتولي وو او په پايله کې يې د جاغوري اوسېدونکو په دا ډول عمل لاس پورې کړى دى.

کاکړ وويل، د خاک افغان درې سيمه د حکومت تر ولکې لاندې نه ده، خو دوى بيا هم د سپين ږيرو په منځګړيتوب د يادې پېښې له پراخېدو څخه د مخنيوي لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال، له يادې پېښې بې خبري وښوده.

د حکومت اجرايه مشر ډاکټر عبدالله امنيتي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د يادې پېښې په اړه هر اړخيزه څېړنه او پلټنه وکړي.

نوموړي چې نن د وزيرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې، وويل چې داعش په هېواد کې داسې کارونه تر سره کوي چې د کوم ځانګړي قوم او يا مذهب استازيتوب نه کوي، بلکې دوى له ډار، ترور او جنايت استازيتوب کوي، چې نن يې څېره په ټوله نړۍ کې ثابته شوې ده.

ډاکټر عبدالله زياته کړه: "يوه توطيه يې قومي او مذهبي اختلافونو ته لمن وهل دي او ټول بايد د دغو توطيو د شنډولو لپاره په ډېرې ځيرکتيا او پوهاوي سره په خپل وخت ګام پورته کړو، څو دوى بريالي نه شي."

د حکومت اجرايي مشر، د عاشورا ورځې د امنيت ټينګولو په موخه له امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دغو ځواکونو په ټولې وړتيا سره د امن فضا برابره کړې وه.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.