کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٤): افغان حکومت وايي، په اوسنيو شرايطو کې چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او پر پياوړتيا او سمبالښت يې بوخت دى، نو امکان نه لري چې د سولې په خبرو کې د دغه هېواد د منځګړتوب پر رښتينولۍ باور وشي.
د حکومت اجرايي مشر ډاکتر عبدالله نن د وزيرانو شورا په ناسته کې وويل: ((موږ د پاکستان د لومړي وزير پيغام واورېد چې ويلي وو، دا امکان نه لري چې له يوې خوا طالبان د سولې او خبرو مېز ته راولو او له بلې خوا په خپله خاوره کې ورسره جګړه وکړو.))
هغه زياته کړه، دا هم ممکنه نه ده، په داسې حال کې چې له يوې خوا د طالبانو د ملاتړ، پياوړتيا او سمبالښت لپاره کار کېږي، له بلې خوا افغانستان باور وکړي چې پاکستان د سولې د خبرو لپاره رښتينى منځګړى نه دى.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزير نوازشريف واشنګټن ته په خپل تازه سفر کې د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره په ليدنه کې ويلي چې پاکستان حاضر دى د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو منځګړيتوب وکړي، خو نه شي کولى چې په يوه وخت کې هم طالبان ووژني او هم هغوى د خبرو مېز ته را کاږي.
د حکومت اجرايي مشر وويل چې په دې برخه کې له طالبانو سره د همکارۍ، مرستې او ملاتړ پرې کول د رښتينولۍ ثبوت دى، خو له بده مرغه چې تر اوسه د پاکستان له خوا په دې برخه کې کوم اقدام نه دى شوى.
ډاکتر عبدالله وويل: ((موږ د سولې غوښتونکي وو او يو، د افغانستان حکومت او خلکو له کالونو راهيسې په دې برخه کې هڅې کړې، خو دې موخې ته نه دي رسېدلي؛ ځکه چې په دې برخه کې د پاکستان له خوا بالمقابل نيت او رويه نشته.))
هغه هيله څرګنده کړه چې د افغان دولت او خلکو نېک نيت د پاکستان د متقابل عمل سبب شي او هغوى چې د افغانستان د نا امنه کولو هڅه کوي، بايد پوه شي چې د افغانستان له نا امنۍ نه هېڅ کوم هېواد ته ګټه نه رسېږي.
د ويلو ده چې مشرانو جرګې د پاکستان د لومړي وزير پر وروستيو څرګندونو د نيوکې تر څنګ، د پاکستان په اړه د افغانستان پر سياست د بيا کتنې غوښتنه کړې او د سولې د خوندي کولو لپاره يې د سيمه ييزې اجماع له طرحې هر کلى کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن