ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لومړني معلومات: نننۍ زلزله کې ٧٠ تنه مړه او تر ٣٠٠ پورې ژوبل شوي

لومړني معلومات: نننۍ زلزله کې ٧٠ تنه مړه او تر ٣٠٠ پورې ژوبل شوي

author avatar
26 Oct 2015 - 15:57
لومړني معلومات: نننۍ زلزله کې ٧٠ تنه مړه او تر ٣٠٠ پورې ژوبل شوي
author avatar
26 Oct 2015 - 15:57

درېيم تعقيب - کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٤): له بېلا بېلو ولايتونو څخه د ترلاسه شويو لومړنيو معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله ٧٠ تنه هېوادوال مړه او تر ٣٠٢ پورې نور کسان ټپيان شوي دي.

دا زلزله نن د لړم په ٤مه، تر غرمې وروسته په شاوخوا ١:٣٩ بجو وشوه، چې د هېواد پلازمېنه کابل او يو شمېر مرکزي، شمالي، ختيځ او سوېل ختيځ ولايتونه يې ولړزول.

د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ او د ريښتر په کچه يې شدت ٧،٧  درجې و.

دا زلزله چې د هېواد په تاريخ کې تر ټولو شديده وه، شاوخوا يوه دقيقه يې دوام درلود، خلک له خپلو کورونو او دفترونو څخه راووتل، ښځو او ماشومانو ژړل.

د زلزلې له امله د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې خلکو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو مسوول محمد اسماعيل کاووسي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښار مرکزي روغتونونو ته ٥٠ ټپيان راوړل شوي، خو هغه زياتوي چې کېداى شي دا ارقام لوړ شي.

هغه د يو شمېر ولايتونو د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات ورکړل، خو دې معلوماتو له هغو شمېرو سره توپير درلود، چې پژواک له ولايتي چارواکو ترلاسه کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي، پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له بېلابېلو سيمو څخه  د مالي او ځاني  زيان راپورونه راغلي، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال  پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه روغتون ته ٨ جسدونه او ٨٢ تنه ټپيان راوړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، کېداى شي په ولسواليو کې هم تلفات اوښتي وي، خو کره شمېره په واک کې نه لري. 

هغه وايي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى او د خلکو سلګونه کورونه هم نړېدلي او زيات مالي زيانونه اوښتي دي.

د کونړ له پېښو سره د مبارزې د څانګې مشر غلام علي ثبات، پژواک ته وويل، د نننۍ زلزلې له امله تراوسه پورې کوم معلومات چې ورته رسېدلي، په دې ولايت کې ٢٢ تنه مړه شوي او ٦٤ نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.