ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوی کابل بانک خصوصي سکتور ته سپارل کېږي

نوی کابل بانک خصوصي سکتور ته سپارل کېږي

author avatar
28 Oct 2015 - 18:19
نوی کابل بانک خصوصي سکتور ته سپارل کېږي
author avatar
28 Oct 2015 - 18:19

کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د افغانستان حکومت "نوى کابل بانک" خصوصي سکتور ته سپاري، خو وايي د  بانک پخواني سهم لرونکي د بانک د خصوصي کېدو په بهير کې برخه نه شي اخيستى.

کابل بانک چې يو خصوصي بانک و، په ١٣٨٨ کال کې د ناقانونه پورونو د ورکړې له امله له بحران سره مخ شو او وروسته يې د ماليې وزارت په چوکاټ کې د نوي کابل بانک تر نامه لاندې فعاليت پيل کړ.

د کابل بانک ياد پورونه څه باندې ٩٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېږي چې تر اوسه يې يوه اندازه ترلاسه شوي دي.

د ماليې وزارت د خزاينو عمومي رييس محمداقا کوهستاني نن کابل کې خبريالانو ته وويل چې نوی کابل بانک د دولت د پرېکړې پر بنسټ د خصوصي کېدو لپاره اعلان ته ورکول کېږي.

ده زياته کړه، په شرايطو برابر او غښتلي داوطلبان کولی شي د نوي کابل بانک د اخيستو په پروسه کې ګډون وکړي، البته هغه داوطلبان چې تخنيکي او مالي وړانديزونه يې پر شرايطو برابر وي.

د هغه په وينا، بانکونه، مالي ادارې او مسلکي پانګه وال چې په بانکي او اقتصادي چارو کې تجربه ولري، کولی شي چې د نوي کابل بانک د پېرلو په پروسه کې ونډه واخلي.

هغه وايي: "له نن ورځې اعلان کوو چې تر دوو راتلونکو مياشتو پورې هره کمپنۍ چې د نوي کابل بانک د اخيستلو غوښتونکې وي، خپل غوښتنليکونه دې راولېږي."

د نوموړي په خبره، ياد غوښتنليکونه به دوى څېړي او تر ارزونې وروسته به هغه مهال چې د دوى له شرايطو سره برابر او هم په هېواد کې د پانګونې په ګټه و، د اخيستونکو نوملړ به يې د کابينې غونډې ته ولېږي.

خو کوهستاني وويل، دوى لېوال دي چې بهرنۍ کمپنۍ د نوي کابل بانک په پېرېدونکو کې شاملې وي.

د افغانستان بانک مرستيال خان افضل هډه وال وويل، دغه بانک هغه څوک پېرلى شي چې مالي او تخنيکي امکانات ولري او جرمي سابقه ونه لري.

دى زياتوي، هغه کمپنۍ چې غواړي دا بانک وپېري، بايد د فعاليت جواز ولري، لږ تر لږ په خپل بانکي حساب کې ٢٠ ميليونه ډالر ولري، د بانک لپاره له دريو تر پنځو کلونو پورې سوداګريز پلان ولري او پخوانۍ جرمي مخينه ونه لري.

خو هغه يادونه وکړه چې د نوي کابل بانک د خصوصي کولو په دغه بهير کې به د دغه بانک پخواني سهم لرونکو ته برخه ورنه کړل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.