ګردېز (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په سيدکرم ولسوالۍ کې د ماين چاودنې څلور پوليس وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.
د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پوليس د احمدابا ولسوالۍ اړوند د مچلغو بند ساتونکي وو او نن سهار هغه مهال و وژل شول چې له احمدابا ولسوالۍ سيدکرم ته په لاره وو.
دى وايي چې د يادو پوليسو موټر د لارې په اوږدو کې پر خښ شوي ماين برابر شوى چې په چاودنه کې يې څلور پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دى.
اورياخېل وايي چې وسله والو تر دې وړاندې هم د مچلغو بند پر ساتونکو ورته بريدونه کړي دي.
له بلې خوا د سيدکرم ولسوالۍ د روغتون يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته د څلورو پوليسو جسدونه او يو ټپي پوليس ور وړل شوي دي.
هغه وويل چې د ټپي سرتېري روغتيايې حالت ښه دى.
د سيدکرم ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د سيدکرم ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پوليسو په رينجر موټر شوې ده.
د ياد بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د مچلغو بند د جوړولو کار څلور کاله وړاندې پيل شوى خو تر اوسه يې چارې نه دې بشپړې شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن