ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان په زلزله ځپلو سيمو کې عمليات نه کوي

طالبان په زلزله ځپلو سيمو کې عمليات نه کوي

author avatar
30 Oct 2015 - 09:11
طالبان په زلزله ځپلو سيمو کې عمليات نه کوي
author avatar
30 Oct 2015 - 09:11

 

 

 

 

کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٤): وسله وال طالبان وايي، په هغو سيمو کې چې زلزله شوې، د عملياتو پلان نه لري، تر څو خلکو ته مرستې سمې ورسيږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې څرګندونو تر څنګ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې که په يادو سيمو کې پر دوى بريد وشي، نو دفاع به وکړي.

د تېرې دوشنبې په ورځ يوې زورورې زلزلې چې مرکز يې په بدخشان کې و، د هېواد مرکز او يو شمېر ولايتونه سخت ولړزول.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، د دې زلزلې له امله د هېواد په نهو ولايتونو کې ١١٥ تنه مړه شوي، ٥٥٦ نور ژوبل دي او ۷۶۳۰ کورونه،۱۲ جوماتونه، ١٧ ښوونځي او شل اداري واحدونه ويجاړ شوي او زر څاروي له منځه تللي دي.

دا مهال له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ روانه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.