ګرديز(پژواک، ٨ لړم ٩٤): وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې هغه لويه لاره وتړله چې د دې ولايت شپږ ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.
دغه لار نن سهار د "شوات" په سيمه کې د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.
ځايي وسلوالو طالبانو، چې نه غواړي نوم ېې څرګند شي رسنيو ته وويل چې دغه لاره ېې د جنګي تکتيک له مخې تړلې ده.
هغوى وايي چې دغه لار به تر نامعلومې مودې تړلې وي.
د پکتيا امنيه قوندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي، سيمې ته يې امنيتي ځواکونه ليږلي تر څو دغه لار بېرته د ټرافيکو پر مخ پرانيزي .
د هغه په وينا، وسلوالو ځکه دغه لار تړلې تر څو په سيمه کې يو لړ بريدونه وکړي او سيمه ييزو امنيتي ځواکونو ته مرستندويه ځواک ور ونه رسيږي .
د سيمې يو اوسيدونکی نېکمل وايي چې ياده لار له سهار راهېسې تړل شوې او دواړه خواوو ته په سلګونو موټر ولاړ دي او خلک ېې له ستونزو سره مخ کړي دي .
د هغه په وينا، که د لارې د پرانستې لپاره ژر اقدام ونه شي، نو خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ شي، ځکه چې له دې لارې د ولايت مرکز له شپږو ولسوالۍ سره نښلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن