کابل ( پژواک، ٩ لړم ٩٤ ): جمهوري رياست وايي چې د ټاکنيزو کمېسيونونو کمېشرانو کمېټه د خبريالي بنسټونو، مدني ټولنې او د بشر حقونو کمېسيون د نه معرفي کېدو له امله خپل کار نه دى پيل کړى.
د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون، د هېواد له بېلابېلو پرګنو څخه د رايو له ترلاسه کولو څخه وروسته، خپله لس ماده ييزه لومړنۍ وړاندې شوې کڅوړه، د وږي ٨مه په ټاکنيز نظام کې د سمون لپاره حکومت ته وسپارله چې ولسمشر له دې ډلې څخه اووه يې تاييد کړې او د اصلاحاتو کمېسيون ته يې دنده سپارلې چې د درېيو تطبيقي مواردو لارښود وپلټي.
د ټاکنيزو کمېسيونونو دکمېشنرانو غوراوي کمېټې جوړښت چې اووه غړي لري ، ددې وړاندې شوې کڅوړې يوه ماده ده او کمېټه اړه ده څو د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو په نوم نوي کسان حکومت ته پيشنهاد کړي.
د ولسمشرۍ مرستيال وياند سيدظفر هاشمي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه څلور بنسټونه چې ستره محکمه، د ادارې اصلاحاتو کمېسيون، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون او د ښځوو له حقونو څخه د دفاع بنسټونه دي، خپل غړي د غورواي کمېټې لپاره ورپېژندلي دي.
خو هغه زياته کړه، د غوراوي کمېټې لپاره د بشر حقونو خپلواک کمېسيون استازى چې معرفي شوى و، له دې امله چې انتصابي و، و نه منل شو او له دې کمېسيون څخه غوښتنه وشوه چې خپلمنځي ټاکنې ترسره کړي او خپل يو ټاکل شوى استازى دې، د غوراوي کمېټه کې د غړيتوب لپاره ډېر ژر معرفي کړي.
هاشمي زياته کړه، چې د خبريالۍ او مدني ټولنو له بنسټونو سره خبرې اترې دوام لري او هيله ده چې دا بنسټونه خپل استازي ژير معرفي کړي څو کمېټه خپل کار پيل کړي.
د غوراوي کمېټه د خپل کار له پيل وروسته په کمېسيون کې د غړيتوب لپاره د افرادو غوښتنې څېړي او د څېړنو له پاى ته رسېدو وروسته به ٢١ کسه د ټاکنو خپلواک کمېسيون او ١٥ نور د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون لپاره ١٥ غړي ولسمشر ته ور وپېژني .
ولسمشر د دوى له منځه اووه کسه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کمشنر او پنځه نور په ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کې د کميشنرانو په توګه ټاکي.
که څه هم د غوراوي کمېټې اصلي دنده حکومت ته د ټاکنيزو کمېسيونونو د کميشنرانو په اړه د نوو کسانو وړانديز دى، خود ټاکنيزو شکايتونو او ټاکنو کمېسيون په بيا بيا د خپلو غړو ګوښه کېدنه غير قانوني بللې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن