ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا وازې خوا ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

د پکتيکا وازې خوا ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

author avatar
31 Oct 2015 - 12:32
د پکتيکا وازې خوا ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده
author avatar
31 Oct 2015 - 12:32

ښرنه- پل علم (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د پکتيکا په وزاې خوا ولسوالۍ کې له تېرو دريو ورځو راهيسې جګړه روانه ده او په لوګر ولايت کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکي جهان باز پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دريو ورځو راهيسې په دې ولسوالې کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

هغه وايي، طالبان هڅه کوي چې دغه ولسوالۍ ونيسي خو امنيتي ځواکونه يې پر وړاندې کلک مقاومت کوي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د سيمې خلک له جګړې نه په ډار کې دي او له حکومت نه غواړو چې زموږ امنيت تامين کړي.))

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي او د پکتيکا د ولايتي شورا پخواني غړي عبدالغني پکتين پژواک ته وويل چې شاوخوا درى سوه پاکستاني او کورني طالبانو په دې ولسوالۍ بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي چې وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ ډېرې سيمې نيولې او د سقوط امکان يې هم ليدل کېږي.

پکتين زياتوي: ((وسله والو طالبان زاڼي خېلو کلي ته رسېدلي چې ولسوالۍ سره يې فاصله نژدې ده نو په دې ولسوالۍ کې بايد هر څو ژر امنيتي ځواکونو ته وسله او تجهيزات ورسول شي.))

خو د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل بيا وايي چې په وازې خوا ولسوالۍ کې جګړه نشته او حالات نورمال دي.

هغه زياته کړه: ((دوه ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کې جګړه وه او تېره شپه هم خال خال ډزې کېدې نور وضعيت ارام دی او هېڅ د تشويش وړ خبره نه ده.))

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د وازې خوا ولسوالۍ کلابنده کړې ده.

هغه وايي چې طالبان د دې ولسوالۍ بازار ته نږدې شوي او په جګړه کې تر اوسه درى طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د پکتيکا سيمه ييزو چارواکو او مجاهد په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.