کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): د کليو د پراختيا وزير د کليو پراختيايي شوراګانو ملي کنفرانس کې ويلي، تېرو لسو کلونو کې څه باندې ٧٢زره پروژې د دې شوراګانو له لارې ترسره شوې دي.
دا دوه ورځنى کنفرانس چې نن پيل شو، د کليو پراختيا، ټولګټو، عامې روغتيا، له نشه يي توکو سره د مبارزې، پوهنې، کرنې، د ښځو چارو، انرژۍ او اوبو وزيرانو په کې خبرې وکړې او د دې شوراګانو د کار دوام يې اغېزمن وباله.
د کليو د پراختيا او بيارغونې وزير نصير احمد دراني وويل، په تېرو لسو کلونو کې د کليو شوراګانو دا ثابته کړې، چې ارزښتناک بنسټونه دي.
د هغه په وينا، په دې موده کې ٧٢زره پروژې د دې شوراګانو له لارې چې شمېر يې ٣٥زرو ته رسېږي، د څښاک پاکو اوبو، د لارو جوړول او رغول، د برېښنا تامين، د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې دي، تر سره شوې دي.
د دراني د معلوماتو له مخې، له دې پروژو څخه د هېواد ٢١ ميليونه اوسېدونکي په کليو کې ګټه اخيستې ده.
وزير وويل: "د پراختيايي خدمتونو وړاندې کول، د حکومت او پراختيايي پروژو تر منځ څرګند او دوه اړخيز تړون دى چې هر يو يې ځانګړي مسووليتونه لري، د اندېښنو لري کولو او د روڼتيا لوړولو کچې لپاره د کليو پراختيا وزارت هوډ لري، چې له پاليسي سره سم په هغو شمېر شوراګانو کې چې ټاکنې نه دي ترسره شوي، ټاکنې تر سره کړي."
نصير احمد دراني د دې مطلب څرګندولو تر څنګ چې يادو شوراګانو د کار دوام په اړه چمتووالى ښودلى، وويل: "د کليو شوراګانو غړي وايي، چې د دولت ملي پروګرامونه خپله شتمني ګڼو او ساتنه يې کوو؛ خو حکومت د پروژو په ساتنه او روڼتيا کې لږ پاملرنه کوي."
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير هم د دې شوراګانو پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل، افغانستان کال کې شاوخوا څلور ميليارده افغانۍ خوراکي توکي واردوي؛ خو د کروندګرو او کليو شوراګانو په همکارۍ کولى شو چې دې برخه کې په ځان بسيا شو او سلګونه زره د کار نوې موکې رامنځ ته کړو.
هغه د بېلګې په توګه غنمو ته اشاره وکړه او ويې ويل: "هڅه کوو د غنمو له اړخه په ځان بسيا شو، که موږ وتوانېږو له بزګرو سره د هر جريب غنمو د توليد کچې لوړولو په برخه کې کار وکړو، حکومت چمتو دى چې د بازارموندنې او د غنمو پېر کې له کروندګرو سره همکاري وکړي."
د ضمير په وينا، له شوراګانو سره د همکارۍ د کړنلارې مسوده چمتوشوې ده چې پر بنسټ به يې، د کليو په کچه او د کروندګرو په وضعيت کې بنسټيز بدلونونه رامنځ ته شي.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي هم وويل، چې د تاريخ په اوږدو کې شوراګانې د هوکړې، ستونزو لرې کولو، له خنډونو او ننګونو څخه تېرېدلو وسيلې دي او د بشري ټولنو د ودې او پرمختګ لار برابروي.
د هغه په وينا، معارف د هېواد د ستر او پراخ ټولنيز نظام په توګه د خلکو او شوراګانو ګډون ته اړتيا لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن