ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” دوديزه لويه جرګه بايد ژر جوړه شي”

” دوديزه لويه جرګه بايد ژر جوړه شي”

author avatar
1 Nov 2015 - 17:22
” دوديزه لويه جرګه بايد ژر جوړه شي”
author avatar
1 Nov 2015 - 17:22

 کابل( پژواک، ١٠ لړم ٩٤ ): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټې پر معلولو د ټينګار تر څنګ، د دوديزي لويې جرګې د ژر جوړيدو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جهادي قوماندانانو شورا او سياسي ګوندونو په دې وروستيو کې د اساسي قانون تعديل لپاره د لويې جرګې جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ملي يووالي حکومت رامنځ ته کېدو د تړون له مخې، لويه جرګه بايد د حکومت په لومړيو دوو کلونو کې ترسره شي.
 په ورته وخت کې جمهوري رياست وايي چې حکومت به له شرايطو او ژمنو سره سم په دې اړه ګام واخلي.

مشرانو جرګه کې د هلمندخلکو استازي شيرمحمد اخندزاده د جرګې په عمومي غونډه کې وويل : " داساسي قانون لويه جرګه نه ، بايد دوديزه لويه جرګه جوړه شي، ځکه حکومت نور د مديريت وړتيا نه لري."

هغه زياته کړه، چې د ډيرو ولايتونو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى او ولايتونو کې لسګونه ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له لوري کلابندې دي.

 د مشرانو جرګې بل غړي زلمي زابلي د امنيت ټينګښت په برخه کې د حکومت پر کړنو د نيوکې تر څنګ وويل : " موږ دوديزه لويه جرګه غواړو، ځکه نظام له ګواښ سره مخ دى."

د نوموړي په وينا، هره ورځ په اوسط ډول ٢٠٠ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي او د ملي يووالي حکومت نور  خلکو ته د منلو وړ نه دى.

 زابلي، د دوديزې لويې جرګې جوړېدل د نظام پر وړاندې د ګواښونو لري کولو، د نظام پياوړتيا مشخص کېدو او د کورني او بهرني سياست مشخص کولو په تړاو ګټوره بولي او زياته يې کړه  :" که زموږ خارجي او داخلي سياست مشخص نه شي ، موږ به هره ورځ د نورو د ګټو قرباني کېږو."

 په ورته وخت کې د جرګې بل غړي مولوي محى الدين منصف وويل : " تر څو چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټه معلومه نه شي او دا ټاکنې تر سره نه شي د اساسي قانون لويې جرګې جوړېدل د قانون خلاف کار دى؛ ځکه د اساسي قانون د لويې جرګې غړي د پارلمان په دواړو مجلسونو کې د خلکو استازي دي ."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.