باميان (پژواک، ١١ لړم ٩٤): د باميانو ولايت د ورث ولسوالۍ ښوونکو په لاريون لاس پورې کړى او ګواښ يې کړى چې که معاشونه يې ورنه کړل شي نو د زده کوونکو د ازموينو پر پايلو به کار ونه کړي.
لسګونه ښوونکو نن سهار د باميانو ولايت له هريکين څلورلارې څخه د پوهنې تر رياست پورې پلى يون وکړ او ويې ويل چې دولت ورته د شپږو مياشتو معاشونه نه دي ورکړي.
ښوونکو زياته کړه که چېرې يې معاشونه ورنه کړل شي نو په مدني اعتراضونو به لاس پورې کړي.
د ورث د يوه ښوونځي مدير محمدانور محمدي وويل چې که چېرې دولت د ښوونکو معاشونه ورنه کړي، د زده کوونکو د ازموينو په هېڅ پايلې به کار ونه کړي او دا چې د دغه کار زيان زده کوونکو ته رسېږي؛ مسووليت يې د دولت پر غاړه دى.
محمدي زياته کړه چې په ورث ولسوالۍ کې ٣٧ زره زده کوونکو ته په سلو ښوونځيو کې د سلګونه ښوونکو له خوا تدريس کېږي.
هغه زياته کړه: "معاش زموږ حق دى، دولت زموږ معاشونه ولې نه راکوي؟"
يوې بلې لاريون کوونکې ليلا محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى باميانو ښار ته د خپل حق غوښتلو لپاره له ډېر لرې راغلي دي.
يادې ښوونکې زياته کړه: "موږ خپلو زده کوونکو ته په ښه توګه درس ورکړى او بې وزله طبقه يو، دولت پر موږ ولې دا ډول ظلم کوي؟"
هغه وويل چې د پوهنې له رياست سره يې قرارداد لاسليک کړى، خو تر اوسه پورې ورته د ٨ مياشتو معاش نه دى ورکړل شوى.
د باميانو د پوهنې رياست سرپرست محمد حسين شريفي وويل چې د ښوونکو د معاشونو په برخه کې دوه ستونزې موجودې دي. يوه دا چې کوم قراردادونه له ښوونکو سره شوي؛ د پوهنې د ولسواليو مديريتونو نه دي اجرا کړي چې د پوهنې وزارت ته ولېږل شي او له هغه وروسته د ماليې وزارت دې په دې اړوند خپل اجراات وکړي.
دويمه دا چې د ماليې وزارت د باميانو د پوهنې په برخه کې د بوديجې ٦٠ ميليونه افغانۍ کسر رامنځته کړى دى.
هغه څرګنده کړه: "باميانو کې دغه ستونزې د حل وړ نه دي او کوم زيانونه چې ښوونکو او زده کوونکو ته رسېږي، بايد د پوهنې او ماليې وزارتونه ورته ځواب ووايي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن