پلخمري (پژواک، ١١لړم ٩٤): بغلان ولايت کې د پنځوسو ټولګټو پروژو په بشپړېدو څه باندې ١٢زره کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتيا رامنځته شوه.
په دې پروژو کې د ٢٤ کيلومتره سړک رغونه او پخول، ٨٦ نيمه ژورې څاګانې، د اوبو برېښنا څلور کوچني بندونه، دوه کيبلي پولونه، ١٤ پولګوټي، يو کيلومتر استنادي دېوال او شپږ ټولنيز مرکزونه شامل دي.
يادې پروژې د روان کال په لومړيو کې په نهرين، دوشي، خنجان، برکه، تاله اوبرفک، دهنۀ غوري، ده صلاح، خوست ، پلحصار ولسواليو او د بغلان په مرکز پلخمري کې پلې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د بغلان د کليو پراختيا رياست د مطبوعاتو مسوول محراب الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژې په ټوليز ډول د څه باندې ١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت، د کليو پراختيا وزارت له بوديجې او د خلکو په ١٠ سلنې ونډې پلې شوې دي.
هغه زياته کړه چې پروژې د سيمه ييزو شوراګانو د اړتياوو او غوښتنو پر بنسټ پلې شوې دي او څه باندې ١٢زره کورنۍ ترې برخمنې شوې دي.
د تاله او برفک ولسوالۍ د دره اشرف کلي اوسېدونکي شرف الدين وويل: "زموږ د کلي لار ډېره خرابه وه، موږ به خپل ناروغان د خرو په واسطه کلينيک ته لېږدول، دوه ساعته مزل به موکاوو خو اوس موټر کې دا واټن لس دقيقې دى.
هغه وويل چې له کلې څخه د ولسوالۍ تر عمومي سړک پورې، پر درى کيلومتره سړک باندې کرېړ اچول شوى دى او خلکو ته اړينې مواصلاتي اسانتياوې رامنځ ته شوې دي.
د بورکې ولسوالۍ د فلول کلي اوسېدونکي بازمحمد وويل چې ستره ستونزه يې د څښاک اوبو نه شتون وه او اوبه يې له يو ژورې څاه چې له کورونو يې درې کيلومتره لرې ده، د خرو په واسطه راوړې.
دغه کس په ډاګه کړه: "هلته هم ګڼه ګوڼه وه، وروسته له دوو ساعتونو پر دې وتوانېدو څو دوه بوشکې اوبو واخلو."
هغه وويل ، اوس چې د کليو پراختيا رياست له لوري  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن