ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل اټغر ولسوالۍ له کلابندۍ ووته

د زابل اټغر ولسوالۍ له کلابندۍ ووته

author avatar
2 Nov 2015 - 13:52
د زابل اټغر ولسوالۍ له کلابندۍ ووته
author avatar
2 Nov 2015 - 13:52

کلات (پژواک، ١١ لړم ٩٤): د زابل چارواکي وايي چې د دغه ولايت د اټغر ولسوالۍ له شاوخوا شپږو مياشتو وروسته د وسله والو طالبانو له کلابندۍ خلاصه شوه.

د زابل د والي مطبوعاتي سلاکار احمدخالد ساپي د لړم په ١١مه پژ واک خبري اژانس ته وويل چې اټغر ولسوالۍ يې تر ۶ مياشتې وروسته د وسله والو مخالفينو له محاصرې خلاصه کړه او هلته يې د نوي ولسوال دګومارلو تر څنګ د تذکرو د وېش لړۍ يو ځل بيا پيل کړه.

هغه وايې، ولايتي اداره پلان لري چې په دې ولسوالۍ کې ټولې ملکي ادارې فعالې کړي.

د ده په خبره، تېره اوونۍ امنيتي کاروان دې ولسوالۍ ته تللى و چې لاره يې خلاصه او
محاصره يې ماته کړه .

ساپي وويل، دولت غواړي په اټغر ولسوالۍ کې ټولې ملکي ادارې فعاله کړي.

د اټغر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي غازى محمد زړګي  بيا په خپله ولسوالۍ کې د پرمختيايي کارونو د پيل غوښتنه کوي.  
هغه وايي، خلک له زياتو ستونزو سره مخ دي او بايد په دې ولسوالۍ کې د نورو ملکي ادارو تر څنګ عدلي او قضايي ارګانونه هم فعال شي.

د ده په خبره، دولت بايد تر هر څه وړاندې د روغتيايي مرکزونو او ښوونځيو غم وخوري.

د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان حق بيان د دولت له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او غږ پرې کوي چې د خلکو لومړنيو او اساسي غوښتنو ته دې ځواب ووايي،  تر څو د دولت او ملت تر منځ شته واټن له منځه ولاړ شي.

حق بيان پژواک اژانس ته وويل، دولت دا وظيفه لري چې د سيمې اوسېدونکو ته امنيت او د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي.

اټغر د کلات سوېل ته لرې پرته ولسوالۍ ده چې د امنيتي ستونزو تر څنګ يې اوسېدونکي د بې کارۍ، ، روغتيايي خدماتو او ښوونځيو د نشتوالي او لويو لارو د ويجاړتيا څخه زورېږي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.