مزارشريف ( پژواک، ١١ لړم ٩٤ ) : د ترکيې له خوا په مزارشريف کې د شمال زون د جنګ ځپلو سيمو له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته،د لړم په ۱۱مه په شمال کې د ترکيې هېواد د مرستو د همغږۍ مرکز له خوا په مزارشريف ښار کې ۳۵۰ کورنيو ته ووېشل شوه.
د ترکيې هېواد د مرستو د همغږۍ مرکز مسوول کمال قادر اردوغان د مرستو د وېشلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د بشري خواخوږۍ له مخې د شمال زون له جنګ ځپلو کورنيو سره مرسته کوي.
نوموړي زياته کړه، چې نن يې د کندوز له ۱۸۰ کورنيو او د فارياب ولايت له ۱۷۰ کورنيو سره، چې د جنګونو له امله مزارشريف ښار ته بې ځايه شوي وو، د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د هغه په وينا، يوې کورنۍ ته ۶۲کيلوګرامه خوراکي توکي ورکړل شول.
په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، وريجې، چای، مالګه، بوره او روب شامل دي.
له کندوز څخه د جنګ له امله د بې ځايه شوې کورنۍ مشر محمد صديق پژواک ته وويل، چې د ترکيې هېواد په شوې مرسته خوښ دی.
نوموړي زياته کړه، چې په روان يخ موسم کې به يې د څو ورځو لپاره کورنۍ د خوراکي توکو د کمښت له ستونزو سره مخ نه شي؛ خو د اوږدمهال لپاره يې ژوند بې برخليک برېښي.
هغه له حکومت څخه د کندوز د حالت د ښه کېدو جدي غوښتنه وکړه.
محمد صديق وايي ، يواځې مزارشريف ته نه بلکې د کندوز اوسېدونکي تخار او کابل ولايتونو ته هم بې ځايه شوي، چې لا يې هم ډېرې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بېرته نه دي ستنې شوي.
نوموړي زياته کړه، چې حکومت بايد د دغو کورنيو د بېرته ستنېدو لپاره هم چارې تر سره کړي.
د ترکيې د مرستو د همغږۍ د مرکز مسوول اردوغان وويل، چې شمال کې دوی شپږ روغتيايي مرکزونه هم لري، چې د جنګونو پر مهال د افغانانو لپاره يې وړيا درمليز خدمتونه وړاندې کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن