ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د کورنيو چارو وزير استيضاح کړ

ولسي جرګې د کورنيو چارو وزير استيضاح کړ

author avatar
2 Nov 2015 - 10:31
ولسي جرګې د کورنيو چارو وزير استيضاح کړ
author avatar
2 Nov 2015 - 10:31

 کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٤): د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي، د ولسي جرګې د استيضاح غونډې ته حاضر شو، تر څو د امنيتي وضعيت په اړه د جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي.

 ولسي جرګې د لړم په پنځمه د کورنيو چارو د وزير نورالحق علومي د استيضاح پرېکړه کړې وه.

علومي دا مهال ( له غرمې مخکې ٣٠:١٠ بجې) ولسي جرګې ته ورغلى تر څو د امنيتي وضعيت او د وسله والو مخالفينو لاس ته د ځينو ولسواليو د لوېدو په اړه معلومات ورکړي.

د غونډې جزييات به وروسته خپاره شي.

د اساسي قانون د ٩٢ مې مادې له مخې ولسي جرګه د ټولو غړو په شل سلنې سره کولى شي  وزير استيضاح کړي.

د دې مادې له مخې، که د وزير له خوا وړاندې شوى سپيناوى د قناعت وړ نه وي، نو ولسي جرګه د باور رايې پر بېرته اخيستو غور کوي.

 د يادې مادې پر بنسټ، له وزير څخه د باور رايه اخيستل بايد څرګند، مستقيم او پر موجه دليلونو ولاړ وي او دغه رايه د ولسي جرګې د ټولو غړو د رايو په اکثريت سره صادريږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.