ترينکوټ، ګردېز (پژواک،١١لړم٩٤): په اروزګان ولايت کې يو لوبغالى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او د پکتيا په مرکز ګردېز کې د پليو لارو پخول پيل شول.
د اروزګان والي محمد نذير خروټي د ياد شوي لوبغالي د پرانيستې په غونډه کې وويل، په دې ورزشي لوبغالي ٥٢ ميليونه افغانۍ لګول شوې، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ورکړل شوې دي.
دى وايي: ((دولت مکلف دی چې خلکو ته د تعليم او ورزش زمينه برابره کړي، خو له ځوانانو غواړم د علم لاره خپله کړي او د ټوپک پرځای قلم په لاس کې واخلي.))
دا لوبغالى د جان محمد خان په نوم نومول شوى دى. جان محمد خان د اروزګان ولايت اوسېدونکى او د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار و، چې په کابل کې په خپل کور کې د وسله وال بريد له امله و وژل شو.
په ياده غونډه کې په اروزګان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس محمد ظاهر سالاري وويل، دغه لوبغالى پنځه کاله وړاندې ځکه د دې ولايت لپاره منظور شو چې د کوکنارو کرکيله په کې کمه شوه.
نوموړي د اروزګان له خلکو وغوښتل، د کوکنارو له کرکيلې لاس واخلي، ترڅو هر کال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري د دې ولايت د رغونې لپاره يو ميليون ډالر ورکړل شي.
په اروزګان کې لوبغاړي د ياد شوي لوبغالي له جوړېدو څخه خوښ دي. د اسماعيل په نوم يوه لوبغاړي پژواک ته وويل: ((زه ډير خوښ يم چې نن دغه لوبغالى پرانيستل شو، مخکې له دې موږ هېڅ د ورزش لپاره سم ځاى نه درلوده.))
ده هم پر ځوانانو غږ وکړ، چې د نشه يي توکو او جګړې پرځاى ورزش او زده کړو ته مخه کړي، ترڅو هېواد له ستونزو خلاص شي.
د يوه بل خبر له مخې، د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د پليو لارو د اساسي جوړولو چارې پيل شوې.
د ياد ولايت ښاروال سيد احمد شېرزی د دې پروژې د پيل په مراسمو کې وويل چې په شاوخوا شل زره متر مربع پليو لارو به د يوې مياشتې په موده کې کاشي ولګول شي.
نوموړي وويل، د دې پروژې مالي لګښت ١٤ ميليونه افغانۍ کېږي، چې ټولې يې د ښار د هټيوالو له خوا ورکړل شوې دي.
دی وايي، په دې کار سره به له يوې خوا ښار ښکلا پيدا کړي او له بلې خوا به د ښار په پاکي کې هم ښه رول ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن