ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ډنډپټان کې دويمه ورځ هم جګړه روانه ده

په ډنډپټان کې دويمه ورځ هم جګړه روانه ده

author avatar
2 Nov 2015 - 11:06
په ډنډپټان کې دويمه ورځ هم جګړه روانه ده
author avatar
2 Nov 2015 - 11:06

ګردېز (پژواک، ١١ لړم ٩٤): د پکتيا سيمه ييز چارواکي وايي چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې د دويمې ورځې لپاره هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو تېره ورځ د پکتيا په سرحدي ولسوالۍ ډنډپټان کې پر سرحدي پوستو بريدونه پيل کړي دي.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل د لړم په١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن هم په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو هغه دوه پوستې بېرته له طالبانو نيولې چې تېره ورځ طالبانو نيولې وې.

اتل وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه دوه سرحدي پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

دغه راز د ډنډپټان ولسوالۍ قومي مشر حاجي رحمت الله هم پژواک ته وويل چې د دويمې ورځې لپاره په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

هغه وويل چې د جګړې دوام خلک په وېره کې اچولي او اندېښمن کړي يې دي چې دغه  جګړه به تر کومه دوام  پيدا کړي.

هغه زياته کړه: ((د نورو ستونزو تر څنګ په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعاليتونه هم محدود شوي دي او يواځې يوه مخابراتي شبکه کار کوي چې د ګڼې ګوڼې له امله يې کيفيت هم خراب دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې يواځې سلام مخابراتي کمپنې کار کوي.

وسله وال طالبان هم د ډنډپټان ولسوالۍ جګړه تاييدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.