ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ خلکو د صديق عالميار د اعدام غوښتنه وکړه

د کونړ خلکو د صديق عالميار د اعدام غوښتنه وکړه

author avatar
3 Nov 2015 - 16:15
د کونړ خلکو د صديق عالميار د اعدام غوښتنه وکړه
author avatar
3 Nov 2015 - 16:15

اسعداباد (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): د کونړ ولايت يو شمېر اوسېدونکي د هالينډ له حکومته غواړي چې د سلګونو افغانانو قاتل صديق عالميار اعدام کړي.

د کونړ ولايت د مرکز اسعداباد ښار اړوند د کرهالې سيمې اوسېدونکي وايي چې صديق عالميار په هغې پېښه کې لاس درلود چې په ١٣٥٨ لمريز کال  کې د وخت د کمونستي رژيم له خوا ١٢٦٠ تنه په ډله ييزه توګه ووژل شول او د بلډوزرونو په وسيله په دوو قبرونو کې خښ شول.

په کابل کې د هالنډ سفارت له خوا د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، صادق عالميار چې د افغانستان د ٤٤٤ قطعې قوماندان و، د ٢٠١٥ کال د اکتوبر په ٢٧مه (د لړم ٥مه) د هالنډ د پوليسو له خوا په دغه هېواد کې ونيول شو.

سرچينې زياته کړې، عالميار پر هغو جنګي جنايتونو تورن دى چې د ١٣٥٨ لمريز کال د وري په ٣١مه د کرهالي او دم کلي په کليو او شاوخواسيمو کې يې ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هالنډ څارنوالۍ له هغو خلکو نه چې د يادې پېښې شاهدان دي او يا يې په اړه اسناد لري غوښتي چې د هالنډ له پوليسو سره  معلومات شريک کړي.

د يادې پېښې يوه عيني شاهد خاور وايي: ((د وخت د حکومت عسکر د کرهالې کلي ته راغلل او سړو ته يې وويل چې حکومت درسره خبرې کوي،  د کلي ټول خلک يې په يوه ميدانۍ کې راټول کړل، ښځې او ماشومان يې لوى جومات ته بوتلل.))

خاور پژواک خبري اژانس ته وويل، ميداني او جومات سره نږدې وو، ناڅاپه ډزې پيل شوې او ټول نارينه يې ووژل.

ده زياته کړه: ((ما په خپلو سترګو وليدل چې د خلکو نه چار چاپېره عسکر ولاړ وو، پر سړو يې ډزې کولې، ټول خلک يې وويشتل  او وروسته يې په بلډوزرو ورته دوه کندې جوړې کړې او په بلډوزرو يې ټول سړي کندو ته وغورځول او خاورې يې پرې واړولې.))

د خارو  په وينا، په ياده پېښه کې يې د کورنۍ پنځه غړي هم وژل شوي، وروسته دوى باجوړ ته  هجرت وکړ.

نوموړى چې صادق عالميار په دې پېښه کې نېغ په نېغه لاس درلود او د هالنډ له حکومت يې وغوښتل چې هغه اعدام کړي.

د مولوي عبيدالله بهاري په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونکي د کرهالې په ټول وژنه کې يې   پلار، څلور ترونه او ٢٦ ماما ګان وژل شوي دي.

هغه پژواک ته وويل چې ياد کسان د وخت کمونستي رژيم د صديق عالميار چې د کومانډو قواوو مشر وو، په قومانده وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.