ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت  د لغمان لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي نيولى

ملي امنيت د لغمان لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي نيولى

author avatar
3 Nov 2015 - 16:38
ملي امنيت  د لغمان لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي نيولى
author avatar
3 Nov 2015 - 16:38

جلال اباد (پژواک، ١٢ لړم ٩٤ ) : د ننګرهار چارواکي وايي  چې د لغمان لپاره د وسله والو طالبانو له خوا نومول شوی والي امين جان کوچی  له  خپلو دوو تنو محافظينو سره نيول شوى دى.

د ننګرهار ولايت مقام له خوا د لړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نومول شوی والي د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ د ثمر خېلو په سيمه کې د ملي امنيت منسوبينو له خوا نيول شوى دى.

سرچينې زياته کړې، نوموړی شاوخوا يوه مياشت وړاندې د ګاونډي هېواد پاکستان پېښورښار څخه لغمان ولايت ته د يو شمېر تخريبي اعمالو د ترسره کولو په موخه راغلی و.

د ملي امنيت سرچينو ويلي، چې نوموړی شاوخوا لس کاله کيږي، چې د خوست، بلخ او لغمان ولايتونو لپاره يې د وسله طالبانو له لوري د والي په توګه دنده اجراء کوله، چې د خپلو فعاليتونو په لړ کې يې يو شمېر بې ګناه هېوادوال وژلي دي..

سرچينه کاږي، امين جان کوچي د خپلو دوو تنو اعتمادي کسانو جان محمد او امير محمد په مرسته په يوه هينو موټر کې پېښور ته سفر در لود، چې د ثمر خېلو په سيمه کې د ملي امنيت موظفينو له لوري ونيول شو .

د ولايت مقام خبرپاڼه زياتوي، د امين جان کوچي دغه دوه تنه محافظين او اعتمادي کسان اصلي د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي دي ، چې اوس د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې استوګنه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د ننګرهار په ملي امنيت رياست کې ترې نورې پوښتنې پيل شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.