ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې له ٢١٦ زلزله ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

پروان کې له ٢١٦ زلزله ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
3 Nov 2015 - 16:27
پروان کې له ٢١٦ زلزله ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
3 Nov 2015 - 16:27

چاريکار (پژواک، ۱۱ لړم ۹۴): د پروان د کوه صافي او بګرام ولسواليو له ٢١٦ زلزله ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر محمدامين حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاملرنې خيريه موسسې (CARE) نن د يادو دوو ولسواليو د ۱۲۰ کورنيو له هرې کورنۍ سره يوه خېمه، درې کمپلې، يو ترپال، د پخلنځي ځيني وسايل، د اوبو يوه بوشکه او يو لمرين څراغ مرسته وکړه.

هغه وويل چې له هرې کورنۍ سره شوې يادې مرستې دوه سوه امريکايي ډالره ارزښت لري.

حيدري وايي، له پېښو سره د مبارزې ادارې د ۹۶ کورنيو له هرې يوې سره د ۳۶۰۰ افغانيو په ارزښت دوې کمپلې، ۱۰ کيلو خرما، ۲۰ لېتره غوړي او ۱۵ کيلو وريجې مرسته وکړه.

د ده په وينا، تر دې وړاندې هم په ياد ولايت کې ۲۷۰ زلزله ځپلو کورنيو سره مرستې شوې او دا لړۍ به تر هغې دوام وکړي تر څو له ټولو زيانمنو کورنيو سره مرستې وشي.

په پروان کې له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې په دغه ولايت کې د زلزلې له امله ١٢٠ کورونه نړېدلي او ٤٣٣ زيانمن شوي دي. په دې ولايت کې د زلزلې له امله درې تنه مړه او لس ټپيان دي.

د هېواد په نورو ولايتونو کې هم له زلزله ځپلو سره مرستي شوې او دا لړۍ روانه ده.

تېره دوشنبې کابل او د هېواد شمالي، شمال ختيځ او ختيځ ولايتونه زورورې زلزلې ولړزول.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د دې زلزلې له امله د هېواد په نهو ولايتونو کې ١١٥ کسان مړه شوي، ٥٥٦ کسان ټپيان شوي، ٧٦٣٠ کورونه، ١٢ جوماتونه، ١٧ ښوونځي او ٢٠ اداري واحدونه ويجاړ شوي دي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.