جلال اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۹۴): د ننګرهار د پوهنې رييس وايي، په شينوارو زون کې د جګړو له امله ۴۳ ښوونځي تړل شوي او تر ۲۰زرو ډېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.
د روان کال د وري مياشتې له وروستيو د شينوارو د شپږو ولسواليو په ځينو سيمو کې د وسله والو ډلو خپلمنځي جګړې پيل شوې او وروسته يې حکومتي سرتېرو هم پر ضد عمليات پيل کړل.
دغو جګړو او نا امنيو د دې ولسواليو په ځينو سيمو کې د ښوونځيو پر تړل کېدو سربېره پر لسګونو نورو هغو فعالو ښوونځيو هم بده اغېزه کړې چې د جګړو سيمو ته نږدې دي.
د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيل زي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل: ((په اچين کې ۷، په کوټ کې ۱۱ او په هسکې مېنې کې زموږ ټول ۲۵ واړه ښوونځي تړل شوي دي.))
هغه وايي، د شينوارو زون په نورو ولسواليو کې يې ټول ښوونځي فعال دي، خو جګړو يې پر ځينو هغو بده اغېزه کړې ده.
د پوهنې رييس د سيمې پر مخورو او ديني علماوو غږ وکړ چې د دغو ښوونځيو په پرانيستلو کې مرسته وکړي.
ده پر وسله والو هم غږ وکړ او ويې ويل: ((معارف د ټولو مشترک کور دی؛ نو پر وړاندې يې بايد ستونزې جوړې نه شي؛ بلکې مرسته ورسره وشي.))
بلخوا د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې په شينوارو زون کې د جګړو له امله د پوهنې سکټور له سختو ننګونو سره مخ دی.
دى وايي: ((د شينوارو په درې ولسواليو کې زموږ ۴۳ ښوونځي تړلي، تر ۲۰زرو ډېر زده کوونکي له زده کړې بې برخې شوي او ۱۰۰۰ښوونکي بې کاره شوي دي.))
د هغه په وينا، جګړو پر دغو ښوونځيو سربېره په يادو ولسواليو کې پر نورو ښوونځيو هم ناوړه اغېزه کړې او ښوونيز بهير په کې ټکنی دی.
نوموړى زياتوي، د شينوارو د بې ځايه شوو کورنيو يو شمېر ماشومانو لپاره يې تر ۶۰ کليوالي ښوونځي جوړ کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن