ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي له ځينو وزيرانو د څو نيمګړو پروژو د چارو چټکولو غوښتنه وکړه

د ننګرهار والي له ځينو وزيرانو د څو نيمګړو پروژو د چارو چټکولو غوښتنه وکړه

author avatar
4 Nov 2015 - 11:33
د ننګرهار والي له ځينو وزيرانو د څو نيمګړو پروژو د چارو چټکولو غوښتنه وکړه
author avatar
4 Nov 2015 - 11:33

جلال اباد (پژواک، ١٣ لړم ٩٤): د ننګرهار والي د فوايد عامې له وزير څخه د جلال اباد- کابل دوهم لين سړک او د بهسودو د دوهم پل د چارو چټکولو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي  د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، والي سليم خان کندوزى چې دا مهال په کابل کې دى، له يو شمېر وزيرانو سره يې د  ننګرهار پر اړوندو موضوعاتو خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه، سليم خان کندوزي د فوايد عامې له وزير انجنير محمود بليغ سره په ځانګړې ناسته کې په ننګرهار ولايت کې د ځينو ځنډول شوو پروژو د ستونزو پر حل خبرې اترې وکړې.

سرچينې  وويل، والي له فوايد عامې وزارته وغوښتل چې د جلال اباد- کابل د دوهم لين سړک چارې چټکې کړي او د بهسودو د دوهم پل کار سرته ورسوي، ځيني نيمګړي سړکونه دې اسفالټ شي او تر څنګ دې د سپين غر په لمن کې د جوړ شوي حلقوي سړک مراقبت ته يو تخنيکي ټېم واستوي.

عبدالزى وايي چې د فوايد عامې وزير انجنير محمود بليغ په داسې حال کې چې د دغه وزارت مرستيال ډاکتر احمدشاه وحيد هم حاضر وو، ژمنه وکړه چې د ننګرهار ولايت ستونزې به تعقيب او ورته به د هواري لارې چارې پيدا کړي.

بليغ زياته کړه چې د جلال اباد- کابل دوهم لين سړک ته يې نوې ماشينري استولې او چارې به نورې هم چټکې کړي.

د فوايد عامې وزير د بهسودو د دوهم پل په اړه وويل چې پاتې چارې يې د تدارکاتو له ملي ادارې څخه تمديد ته اړتيا لري او هلته يې استولي چې له منظورۍ سره به د قراردادي ستونزه حل او د پل پاتې چارې به بشپړې شي.

هغه د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د يوه  فني ټېم په استولو سره د حلقوي سړک مراقبت ترسره او پاتې سړکونه به په راتلونکو پلانونو کې شامل کړي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي چې والي سليم خان کندوزي د کانونو له سرپرست وزير ابراهيم ازهر سره د ليدنې پر مهال له هغه وغوښتل چې په ننګرهار کې د کاني موادو پروسس لپاره زمينه برابره کړي.

کندوزي زياته کړه  چې په ننګرهار کې تالک تيږه ، نفرايټ، کرومايټ او نور کاني مواد شتون لري .
د عبدالزي په وينا، د ننګرهار والي د کانونو وزارت له سرپرست سره دا اندېښنه هم شريکه کړه چې د کاني موادو پر صادراتو باندې له بنديز څخه وروسته ځيني خلک استخراج شوي مواد په قاچاقي ډول له هېواده وباسي، خو دولت ته له دې لارې کوم عوايد هم نه ورځي او بايد د حل پر يوې مناسبې لارې يې فکر وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.