جلال اباد (پژواک، ۱۳ لړم ۹۴): د ننګرهار د اچين ولسوال وايي چې د وسله والو پر ضد له پيل شوو عملياتو سره هم مهاله د پوليسو امنيتي پوستې او تشکيل ډېروي.
د اچين ولسوالۍ عمليات له څو اوونيو راهيسې پيل شوي چې اوس په کې افغان ځانګړو ځواکونو هم برخه اخيستې ده.
د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد د لړم په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات د "جنجال شګې" په سيمه کې روان دي.
ولسوال وايي: ((په دې عملياتو کې ډېرې سيمې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې او مرګ ژوبله ور اوښتې ده، موږ د سيمې د امنيت لپاره ځای ځايګی امنيتي پوستې ډېرو.))
مجاهد زياتوي چې تر اوسه د عبدالخېلو او کُشتل په سيمو کې پنځه امنيتي پوستې جوړې شوي او په يو شمېر سيمو کې يې د جوړولو چارې روانې دي.
د ولسوال په وينا: ((په دې پوستو کې لسګونه سرتېري ګومارل کېږي چې د سيمې امنيت به ورسره ډېر ښه شي.))
بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو پوستو ترڅنګ په سيمه کې يو شمېر پخواني پوستې هم ترميم شوې دي.
مشرقيوال وايي: ((نوې پوستې په ډېرو مهمو سيمو کې جوړې شوي، چې د کليو پر امنيت به ښه اغېزه وکړي، همدا شان موږ خپلې پخوانې پوستې هم منظمې کړې څو اکمالات ورته په اسانۍ وشي.))
د وياند په خبره، هڅه کېږي چې د پېخې او پنډولا په سيمو کې هم امنيتي پوستې جوړې شي څو امنيتي سرتېري پر سيمه لا حاکم شي.
دی وايي: ((په يو شمېر پوستو کې هغه سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارو چې د وسله والو پر ضد يې پاڅون کړی و.))
په ياده ولسوالۍ کې تر ۶۰۰ ځايي اوسېدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړی چې د چارواکو په وينا يو شمېر به يې په سيمه ييزو پوليسو کې جذب شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن